بروکسل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۶): د امریکا دفاع وزیر وایي چې د افغان جګړې لپاره مهال وېش نه شي معلومېدلی چې کله به ختمېږي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دغه څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو او متحدینو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې په دې ناسته کې د افغانستان وروستي امنیتي حالات وڅېړل شول او یو شمېر هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو ژمنې وکړې.
نوموړي وويل چې په افغانستان کې ځیني نیمګړتیاوې او خالیګاوې شته، خو ۷۰ سلنه ستونزې یې هوارې شوې او د پاتې ستونزو د هواري لپاره کار روان دی.
د امریکا دفاع وزیر وویل، د وسله والو ځواکونو لوی قوماندان جنرال ډنفورډ کابل ته تللی و څو له افغان چارواکو سره پر وروستیو امنیتي حالاتو او پر څلور کلن امنیتي پلان خبرې وکړي.
ده زیاته کړه: ((موږ او ناټو تر اوسه افغانستان ته د سرتېرو د شمېر په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، زه چې کله بېرته واشنګټن ته ولاړ شم، نو خپلې اروزنې به ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړم.))
ماټیس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغان جګړې ختمولو مهال وېش نه شي په ډاګه کولى؛ ځکه دا نه معلومېږي چې دا جګړه کله ختمېږي او کله کمېږي.
خو هغه زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له دښمن سره جګړه وکړي، خو زیاته یې کړه چې په نوي امنیتي پلان کې ځیني نوي تاکتیکونه او لارې چارې په ګوته شوې دي.
د امریکا دفاع وزیر وویل، له افغانستان څخه د جګړه ییزو ځواکونو ایستل له وخته مخکې وه، دا پرېکړه باید نه وای شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن