ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې دوو قومونو د ولور پر کمولو هوکړه وکړه

پکتیکا کې دوو قومونو د ولور پر کمولو هوکړه وکړه

author avatar
30 Jun 2017 - 15:39
پکتیکا کې دوو قومونو د ولور پر کمولو هوکړه وکړه
author avatar
30 Jun 2017 - 15:39

ښرنه (پژواک، ۹ چنګذاښ ۹۶): د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ ځدراڼ او ګيانخېل قومونو د لوړ ولور کمولو په موخه اصلاح تړون وکړ، بلخوا هغه کسان چې د نشه يې توکو په کر، قاچاق او کارولو وليدل شی له قومي جريمي سره به مخ شي.

د اورګون ولسوالۍ د دهنې کلي قومي مشر حاجي لاهور په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اورګون ولسوالۍ په ډېری سيمو کې ولور ډېر لوړ و او ځوانان به د دغه شي پوره کولو لپاره په بهر کې د مسافرۍ سخته مزدوري کوله.

هغه زياته کړه: ((ډېری نور داسي ځوانان وو چې لوړ ولور به يې پوره کولی نه شو، بې کار او نا امني هغه لا ملونه وو چې سلګونو ځوانانو نشه يې توکو ته مخه کړه او خپل ژوند يې د دې مرګونې بدې پديدې ښکار کړ))

سرچينه وايي چې اوس يې د دهني کلي د مشرانو د پرېکړې له مخې اصلاحي تړون وشو چې ولور درې لکه افغانۍ ټاکل شوی او که هر چا له يادې پرکړې سرغړونه وکړه، ۳۰۰۰۰۰ درې لکه افغانۍ به جريمه کېږي او يادې پيسي به قومي شورا ته سپارل کېږي.

د دهنې کلي اوسېدونکی او قومي مشر حاجي قاسم پژواک ته وويل، کلی یې لوی دی چې ځدراڼ او ګيانخېل قومونه په کې ميشت دي چې په ګډه يې د يو شمېر بدو رواجونو په دودونو پر وړاندې اصلاح تړون وکړ.

هغه وايې، نه يوازې دا چې د دې سيمي قومي مشرانو ولور کم کړ، بلکي په دې ولسوالۍ کې د نشه يې توکو په کاروونکي، وړونکي او کرونکي هم ۵۰۰۰۰زره افغانۍ جريمه ايښې او د سرغړوونکو پر وړاندې به ټول کلیوال درېږي.

د هغه په خبره: ((په ودونو کې ډزې، سازونه، حالاتو ته په کتو د زيات شمېر خلکو را يو ځای کېدل، شخړې کول او ګڼر نور مهم مسايل په دې پرېکړه ليک کې شامل دي چې له مخې به يې په ټول اورګون ولسوالۍ کې يو مثبت خوځښت رامنځته شي.

د دهنې کلي يوه اوسېدونکي رومان پژواک ته وويل چې دوی او د دوی په شان نور ځوانان د لوړ ولور له امله په دې نه شوای توانېدای چې واده وکړي خو دغه کار به په سيمه کې حاکم بد دودونه مات کړي.

سرچينه کاږي چې ځوانانو د بېکارۍ او لوړ ولور له امله نشه يې توکو ته مخه کړې، خو که دغه تړون عملي شي نه يوازې دا چې ولور به راټيټ شي، بلکط د نشه يې توکو کاروونکي به هم راکم شي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اکبر راحل هم پژواک ته وويل چې د دغه تړون ملاتړ بايد په دې ولسوالۍ کې ټول مېشت قومونه وکړي او په خپلو سيمو کې دې ورته تړونونه وکړي

د يادونې ده، اوس هم په پکتيکا کې داسې ولسوالۍ شته چې ولور په کې له لسو لکو افغانيو تر ۲۵ لکو افغانيو رسېږي او په يو شمېر سيمو کې خلک نجونې په بدو کې ورکوي.

په داسي حال کې په اورګون ولسوالۍ کې اصلاحي تړون کيږي چې په دې ولسوالۍ د ولور پوره کولو له امله ډېری ځوانان نورو هېوادونو ته ځي او یا هم پر نشه یي توکو روږدي کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.