ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لسو زرو ماينونو شنډونکى پوليس: د هرې ورځې چاودنو دې کار ته وهڅولم

د لسو زرو ماينونو شنډونکى پوليس: د هرې ورځې چاودنو دې کار ته وهڅولم

author avatar
1 Jul 2017 - 10:19
د لسو زرو ماينونو شنډونکى پوليس: د هرې ورځې چاودنو دې کار ته وهڅولم
author avatar
1 Jul 2017 - 10:19

کندهار (پژواک، ١٠ چنګاښ ۹۶): په کندهار کې یو پولیس افسر په یوازې ځان له لس زرو د زیاتو ماینونو په کشفولو او شنډولو د زرګونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.

دغه پولیس افسر لومړی څارن سراج الدین افغانمل نومېږي چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي او میوند ولسواليو کې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوي.

د افغانمل دنده د هغه له نورو همکارانو سره توپیر لري، هغه چې هېڅ راز پرمختللي وسایل او اسانتیاوې نه لري، د ماینونو د کشفولو او شنډولو چارې مخ ته وړي.

نوموړی د ماینونو د کشفولو او شنډولو لپاره یوازې یو ماین پال، یوه برچه او یوه قیچي په واک کې لري.

هغه له کومې وېرې پرته دغه خطرناک کار ته اوږه ورکړې او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره له خپل ژوند سره لوبې کوي.

۳۵ کلن سراج الدین افغانمل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوي او له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماینونو د کشف او له منځه وړلو په برخه کې کار کوي.

دی زیاتوي، تر دې مهاله یې له لس زرو څخه ډېر ماینونه له منځه وړي دي.

د ده په خبره، د ماینونو د کشفولو او شنډولو چارې ته یې کلونه مخکې هغه مهال پام ور واوښت چې پنجوايي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د ماینونو په کرونده بدله شوې وه.

هغه زياته کړه :((هره ورځ مې لیدل چې یوازې امنیتي سرتېري نه، بلکې عام خلک ښځې، ماشومان او ځوانان د طالبانو له خوا د خښو شوو ماینونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، ما لیدل چې هغوی په ډېره وحشیانه توګه وژل کېدل او بدنونه یې ټوټه ټوټه کېدل.))

افغانمل وايي، د خپلو خلکو دغسې دردناکه وژنه یې نه شوای زغملای او بالاخره اړ شو چې یوه له خطره ډکه خو پر ځای پرېکړه وکړي.

ده وويل ، له هماغې ورځې یې د ماینونو د کشفولو او شنډولو خطرناک کار ته اوږه ورکړې ده.

د هغه په وينا، که څه هم د ماینونو د کشفولو او شنډولو په برخه کې یې له بهرنیانو څه نا څه لومړنۍ زده کړې هم کړي او په دې برخه کې یو سند هم ورکړل شوی، خو خپله وړتیا یې هومره وه چې ان بهرنیو ځواکونو به ورڅخه د ماینونو د کشفولو او شنډولو پر مهال مشوره غوښته، په داسې حال کې چې هغوی هر راز پرمختللي وسایل لرل.

افغانمل وايي، په داسې حال کې د ماینونو د کشفولو او شنډولو چارې ترسره کوي چې ان د ځان ساتنې لباس هم نه لري، له ماین پال څخه د ماین د کشفولو، له برچې له ځمکې د ماین له راویستلو او له قیچي د ماین د مزیو د غوڅولو لپاره کار اخلي.

خو ده وویل، هغه اله چې د ماینونو د کشفولو لپاره یې کاروي، ډېر مهال د وسله والو طالبانو له خوا جوړ شوي ماینونه نه شي کشفولی.

د ده په وینا، وسله وال طالبان د دې لپاره چې ماینونه یې په اسانه کشف نه شي، د هغو د جوړولو تاکتیکونه بدلوي.

هغه زياتوي، وسله وال چاودېدونکي توکي، باروت او نور له پاکستان او نورو هېوادونو راوړي او دلته ورڅخه ماینونه جوړوي چې تر  ډېره په کې له پلاستیکي ډبو، بوتلونو، لوښو او نورو استفاده کوي.

خو دی وايي، په دې برخه کې د تېرو څو کلونو کار او تجربې یې وړتیا هومره ډېره کړې چې ان په کومه لار روان وي، نو پرته له دې چې له ماین کشفوونکې الې کار واخلي، پوهېږي چې په دې سیمه کې ماین ځای پر ځای شوی دی.

دې وړتیاوو د دغه پولیس افسر مسوولیت هومره ډېر کړى چې کاري ساحه یې له پنجوايي ور ها خوا ژېړۍ او میوند ولسوالیو ته هم پراخه شوه.

هغه اوس دومره مهم شوی چې د ماینونو د کشفولو او شنډولو په ډېرو پېچلو او خطرناکو پېښو کې د خلکو او مسوولینو غږ  یوازې تر ده پورې وي.

افغانمل وايي، خپله دنده په ډېره زړه ورتیا ترسره کوي او هېڅ د وېرې احساس نه کوي، ځکه مرګ او ژوند د خدای( ج) په واک کې دی.

خو دی دا هم وايي چې له ډېرو خطرناکو پېښو ژوندی وتلی چې لامل یې یوازې د خلکو دعاګانې دي.

نوموړي زياته کړه : ((ما د خپلې دندې پر مهال له عامه لارو، کورونو، باغونو، جوماتونو، د جوماتونو له محرابونو او نورو ځایونو ماینونه راویستلي او له منځه وړي او په دې توګه مې د خلکو ژوند ژغورلی دی، طبیعي ده چې په دغسې حالت کې به هغوی ښځې او نارینه ماته دعاګانې کوي.))

افغانمل دا هم وايي چې دغه کار دی د وسله والو په سخت دښمن بدل کړی.

ده زياته کړه : ((وسله والو په وار وار زما د وژلو هڅې وکړې، خو بریالي نه شول، ان په مخابره کې راته ګواښونه کوي او له دې کاره مې منع کوي، خو د هغوی دا کارونه پر ما اغېز نه کوي، زه به د خپلو خلکو د ژوند د ساتلو په لار کې تر هغه ولاړ یم چې په وجود کې مې ساه وي.))

د هغه په وينا، د ژوند ترخې شېبې يې ډېرې دي، خو تر ټولو ترخه شېبه يې دا ده چې يو ماين پاکوونکی ملګری یې په پنجوايي ولسوالۍ کې یې د خلکو د ژوند ژغورلو په خاطر په یوې کشمش خونه کې ځای پر ځای شوی ماین له منځه ووړ او ووژل شو.

افغانمل دوه لوڼې او یو زوی لري چې لا واړه دي خو د ده لویه هیله ورته دا ده چې زده کړې وکړي او د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي.

دی وايي، خپل کار ته د عبادت په توګه ګوري، ځکه خو یې ډېر مهال دې ته فکر نه دی کړی چې معاش یې کم دی، خو له ځنډه یې سر ټکوي.

ده وویل، ځورونکې دا ده چې نه یوازې د ده بلکې د ټولو پولیسو د دوو او درېیو میاشتو معاشونه ځنډېږي چې ډېر مهال د دوی د مایوسۍ لامل کېږي.

ده له دولت او لوړو پوړو چارواکو جدي غوښتنه کوي چې د سرتېرو ژوند او اړتیاوو ته باید جدي پاملرنه وکړي، ځکه امنیتي ځواکونه د دې هېواد او نظام د پایښت له ستونونو څخه دي.

افغانمل زیاته کړه، په خپله کاري موده کې د ځینو چارواکو له خوا په ستاینلیکونو نازول شوی هم دی.

خو هغه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ځانګړې توګه یاد کړ چې له ده سره ډېر مهال له معاش ور ها خوا نغدي مرسته کوي.

افغانمل له حکومت څخه دا غوښتنه هم لري چې د ماین پاکۍ په برخه کې نورو ځوانانو ته روزنه ورکړل شي، په دې برخه کې امکانات او اسانتیاوې ډېرې شي، څو د دغې وژونکې وسلې (ماین) پر وړاندې جدي مبارزه وشي او د خلکو ژوند خوندي کړای شي.

د یادونې ده چې ماینونه د وسله والو هغه یوازينۍ جګړه ییزه وسیله ده چې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه یې لوړه کړې ده.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.