ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د کندهار  د انګورو حاصلات کم خو کیفیت یې ښه دی

سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات کم خو کیفیت یې ښه دی

author avatar
2 Jul 2017 - 12:36
سږ کال د کندهار  د انګورو حاصلات کم خو کیفیت یې ښه دی
author avatar
2 Jul 2017 - 12:36

کندهار (پژواک، ١١چنګاښ  ۹۶): د کندهار باغ لرونکي او د تازه مېوې سوداګر وايي چې سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات کم، خو کیفیت یې ښه دی.

په داسې حال کې چې د انګورو په خېدو او حاصلاتو ټولولو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، باغ لرونکي او سوداګر په تمه دي چې سږ کال به زرګونه ټنه انګور بهر ته صادر  او په ښه بیه به وپلورل شي.

خو له سوداګرو سره د سپین بولدک- چمن لارې په اړه اندېښنې هم ملې دي، هغه لار چې د مېوو ۹۰ سلنه صادرات ورباندې کېږي.

دغه لاره کله کله د پاکستان له خوا په یوه او بله بهانه تړل کېږي او د مېوو د حاصلاتو د ټولولو پر مهال باغ لرونکو او سوداګرو ته په ميلیونونو افغانیو زیان اړوي.

ژېړۍ او پنجوايي د کندهار هغه دوه ولسوالۍ دي چې د انګورو ډېر باغونه په کې شته.

د دغو ولسوالیو باغ لرونکي وايي، سږ کال که څه هم د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات کم دي، خو کیفیت یې ښه دی او دوی تمه لري چې د تېر په پرتله به یې بیه او مارکېټ ښه وي.

د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمې یوه باغ لرونکي عبدالقدوس پژواک خبري اژانس ته وویل، انګور په پخېدو دي او شاوخوا لس ورځې وروسته به یې د حاصلاتو ټولولو او صادرولو چارې پیل شي.

ده زیاته کړه، سږ کال د انګورو تاکونو کم انګور نیولي خو کیفیت یې ډېر ښه دی، په داسې حال کې چې تېر کال انګور ډېر وو خو کیفیت یې ښه نه و.

خو دی وايي، کله چې د انګورو کیفیت ښه وي نو په ښه بیه پلورل کېږي.

دغه باغ لرونکي زیاته کړه، په همدې تمه یې بشپړ کال د انګورو پر باغونو خواري کړې، که لاره بنده نه شي نو ښې پیسې به پرې جوړې کړي.

د پنجوايي ولسوالۍ د ناګهان سیمې یوه باغوان احمد الله کاکو هم په تمه دی چې انګورو ته یې ښه بازار وموندل شي او په ښه بیه وپلورل شي.

ده پژوک اژانس ته وویل، سر له اوسه د انګورو په باغونو کې د کندهار تر څنګ د نژدې ولايتونو زرګونه خلک د انګورو د راټولولو په کار بوخت شوي او دغه لړۍ شاوخوا درې مياشتې دوام کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.