شبرغان (پژواک،١١ چنګاښ ٩٦): د جوزجان سيمه ييزو چارواکو ويلي دي چې داعش ډلې څلور ورځې وړاندې لس طالبان برمته کړي وو چې په پايله کې ترې سرونه غوڅ کړي اومړي يې له يوې څاه څخه موندل شوي دي.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور وويل چې د جمعې په ورځ د قوماندان بلال په ډلمشرۍ لس طالبان له فارياب ولسوالۍ څخه د درزاب پر لور روان وو چې د داعش ډلې کسانو له کمين سره مخ شول.
نوموړي زياته کړه :" ياد طالبان له داعشيانو سره له يوې لنډې نښتې وروسته برمته شول او سردرې کلي ته نږدې د درزاب ولسوالۍ اق بلاق کلي ته لېږدول شوي وو، ياد کسان دوه شپې اسيران وو چې داعشيانو له ټولو سرونه پرې کړي او مړي يې د ابلاق کلي شاوخوا سيمه کې څاه ته اچولي دي."
هغه زياته کړه چې د معلوماتو له مخې، داعشيان اجازه نه ورکوي چې د طالبانو مړي د هغوى کورنيو ته وسپارل شي، داعش خپل کسان دې کلي کې ګومارلي چې څوک مړي له څاه څخه بهر نه کړي.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست داور د طالبانو او داعش ډلې کسانو ترمنځ تاوتريخوالى د ولس او دولت په ګټه بولي او وايي چې دا موضوع کولى شي د دواړو ښکېلو ډلو له منځه وړلو او د دولت ضد فعاليتونو په کمښت کې مهم نقش ولوبوي.
خو د جوزجان ولايت مرستيال انجينرعبدالرحمن محمودي وويل چې د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ لانجه د دولت په ګټه نه ده، ځکه ډېرو مواردو کې د دواړو ډلو کسان په ګډه د دولتي ځواکونو په وړاندې ګام اخلي.
محمودي درزاب ولسوالۍ کې د داعش ، طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې سره وويل چې ياده جګړه کې داعش او طالبانو په ګډه پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ او هرې ډلې هڅه کوله څو د ولسوالۍ مرکز ونيسي او امنيتي ځواکونو ته زيان واړوي.
د جوزجان مرستيال والي وويل دا چې هغوى کله خپلو کې اخته کېږي بېله موضوع ده خو له امنيتي ځواکونو سره نښته کې يو ډول عمل کوي.
د ابلاق کلي اوسېدونکي عبدالغفار وويل چې نن د فارياب ولايت يو شمېر قومي مخور د منځګړي توب لپاره داعش ډلې ته ورغلي چې د طالبانو مړي ور ته وسپاري.
نوموړي يادونه وکړه چې تراوسه قومي مخورو هم داعشيانو ته قناعت نه دى ورکړى چې مړي ترلاسه کړي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له دې پېښې بې خبري وښوده.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې طالبانو د داعش يوه پنځه کسيزه ډله درزاب ولسوالۍ ته څېرمه يرغمل کړه او وروسته يې ټول يرغمل کسان ووژل .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن