ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: له پاکستان سوله نه غواړم، بلکې له پاکستان سره سوله کول غواړم

غني: له پاکستان سوله نه غواړم، بلکې له پاکستان سره سوله کول غواړم

author avatar
2 Jul 2017 - 16:43
غني: له پاکستان سوله نه غواړم، بلکې له پاکستان سره سوله کول غواړم
author avatar
2 Jul 2017 - 16:43

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦): ولسمشر اشرف غني، هېواد کې پر ولسي خبرو اترو او د اجماع پر رامنځته کولو د ټينګار ترڅنګ وايي، خلک بايد د سولې ټينګښت لپاره چمتو او يوه ولسي اجماع رامنځته شي.

ولسمشر غني چې نن په ارګ کې د سولې عالي شورا د مشر په توګه د محمد کريم خليلي د پېژندنې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، ټول افغانان او نوموړى هيله لري، څو د سولې هيله پر يوه حقيقت او دوامدارې لاسته راوړنې بدله شي.

خو هغه زياته کړه، څو چې په هېواد کې يو پياوړى دولت رامنځته نه شي، نو د دايمي سولې ټينګښت ناشونى دى.

هغه وويل: "ترڅو چې په هېواد کې داسې يو دولت رامنځته نه شي، چې د خپلو خلکو امنيت خوندي کړي؛ د ټولنې ستونزې به موجودې وي، څو داسې يو دولت ونه لرو؛ چې هر افغان د قانون پر وړاندې ځان مساوي وبولي...دايمي سوله به ټينګه نه شي؛ د دا ډول يوه دولت رامنځته کولو سره د خلکو باور زياتيږي."

ولسمشر د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه: "نو پر دې بنسټ سوله د تړلو دروازو تر شا نه شي کېدى، په ملي کچه د سولې لړۍ پر مخ وړل د يوې ملي اجماع لامل کېږي او په دې بايد ټول پوه شو، چې د جګړې بيه څومره ده او د سولې ګټې کومې دي."

د هغه په وينا، سوله له يوه کس سره نه کېږي، بلکې سوله له خلکو سره کېږي او دا اړينه ده، چې خلک د سولې لپاره چمتو شي او يوه ولسي اجماع رامنځته شي.

نوموړي زياته کړه، له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې افغانستان د جګړې په حال کې دى او اوس جګړه په يوه عادي حالت او عادت بدله شوې، چې پر بنسټ يې يو شمېر کسان ترې شخصي ګټه اخلي او سوله نه غواړي.

ولسمشر وويل: "د جګړې بڼه بدله شوې او موږ اوس د شبکو تر عملياتو لاندې يو، د افغانستان په سپېڅلي جهاد کې مو هيڅ ځانمرګى ونه ليد. يو نيم مليون شهيدان او ټپيان مو ورکړل، خو هيڅ ځانمرګى نه و، موږ هيڅکله هم دا پديده نه ده توليد کړې. دا پديده نړۍ توليد کړې او موږ ته يې صادر کړې او لومړنۍ ځانمرګى بريد هم په سريلانکا کې ترسره شوى او اوس دغه پديده په يوې خبيثې کړۍ بدله شوې ده."

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "نن دوى له هغو ٢٠ هېوادونو چې موږ ورسره هيڅ ستونزنه نه لرو؛ راغلي او زموږ په خاوره کې تر ټولو سخت ناورينونه ترسره کوي او دغه راز د نشه يي توکو جګړه ده. جرمي اقتصاد د جګړې يو عمده لامل دى، نو پر دې بنسټ د دې جګړې اړخونه، چې جګړه ولې دوام کوي؛ يوه اساسي تحليل ته اړتيا لري."

ولسمشر غني د دې خبرې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د جګړې دريم عامل سيمه ييز دى؛ زياته کړه: "ما څو ځلې ويلي او اوس هم وايم، چې زه له پاکستان سوله نه غواړم؛ زه له پاکستان سره سوله کول غواړم، له پاکستان سره سوله په دې معنا ده، چې پاکستان په افغانستان کې يو پياوړى او باعزته حکومت ومني، زموږ حکومتولي، د معاملې موضوع نه ده؛ ولې دا زموږ حق دى."

دغه راز ولسمشر، له ګلبدين حکمتيار سره سولې کولو ته په اشارې سره وويل، دا خبرې اترې يوه ښه بېلګه وه، ځکه دا خبرې د اساسي قانون په چوکاټ کې د يوه رڼه اصل له مخې د هېواد په داخل کې ترسره شوې او په دغو خبرو اترو کې د بيان ازادۍ اصل په پام کې نيول شوى و او په بشپړ ډول يو بين الافغاني پروسه او بهرنيو له منځګړيتوب پرته ترسره شوه.

هغه زياته کړه: "د ګلبدين حکمتيار راتلو ثابته کړه، چې کابل زموږ د ټولو اړوند دى او افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دى، هيڅ يو ساتونکى يې رانه وست او امنيت يې زموږ امنيتي ځواکونو ټينګ کړ."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.