ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هر کال له تاجکستانه لسګونه نجونې د فحشا په موخه نورو هېوادونو ته قاچاق کيږي

هر کال له تاجکستانه لسګونه نجونې د فحشا په موخه نورو هېوادونو ته قاچاق کيږي

author avatar
2 Jul 2017 - 14:04
هر کال له تاجکستانه لسګونه نجونې د فحشا په موخه نورو هېوادونو ته قاچاق کيږي
author avatar
2 Jul 2017 - 14:04

دوشنبې(پژواک،١١چنګاښ٩٦): په تاجکستان کې دانساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې کمېسيون وايي چې هر کال له دې هېواد څخه لسګونه نجونې د فحشا په موخه نورو هېوادونو ته قاچاق کيږي.

دغه څرګندونې په تاجکستان کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د عالي کمېسيون غړي فريدون ډاورنوف Faridun Davronov په دوشنبې ښار کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې هر کال يو شمېر کسان لسکونه نجونې د چل او فريب پر اساس دوبۍ، ترکيې او نورو هېوادونو ته قاچاق کوي.

ده زياته کړه: (( هلته بيا په دې نجونو باندې فحشا کوي چې دا کار هم د انساني قاچاق يوه لويه برخه ده.))

د ډاورنوف د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو مياشتو کې ٣٢ ځلې دوى هغه کسان نيولي چې غوښتل يې نجونې د فحشا لپاره نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.

هغه کره شمېره په ګوته نه کړه ،خو زياته يې کړه چې په همدې موده کې لسګونه کسان د يادې کړنې په تور نيول شوي او اوسمهال په زندان کې دي.

دغه راز هغه وويل چې افغانستان هم په دې وروستيو کې د انساني قاچاق له ستونزو سره مخ دى.

ده ټينګار وکړ چې افغانستان او تاجکستان بايد د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره لومړى خپلې پولې ټينګې کړي.

هغه وويل: (( که چېرې موږ خپلې پولې ټينګې کړو، نو په اسانۍ سره څوک نه شي کولاى چې مجبور خلک له پولې دېخوا، هاخوا تېر کړي او انساني قاچاق پرې وکړي.))

د ډاورنوف په وينا، دوى چمتو دي چې د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي.

دغه راز په افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسيون غړي عبدالوحيد هدايت پژواک ته وويل چې افغانستان او تاجکستان به د خپلو سرحدونو د کنټرول په موخه يوه کډه ستراتيژي جوړه کړي.

هدايت دا هم وويل چې په دې وروستيو کې انساني قاچاق په سيمه او نړۍ کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او پر وړاندې يې ګډې او جدي مبارزه ته اړتيا ده.

د ويلو ده چې له انساني قاچاق څخه موخه د يو کس لخوا پر بل کس ظلم کول، جنسي تېرى او هر ډول بله ناوړه ګټه اخيستل دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.