ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کريم خليلي د سولې عالي شورا کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه

کريم خليلي د سولې عالي شورا کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه

author avatar
2 Jul 2017 - 18:27
کريم خليلي د سولې عالي شورا کې د اصلاحاتو راوستو غوښتنه وکړه
author avatar
2 Jul 2017 - 18:27

کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦) د سولې عالي شورا نوى ټاکل شوى مشر وايي چې بايد په ياد بنسټ کې اصلاحات رامنځته شي او د شورا پر کاري پاليسيو او ستراتېژيو بايد د لا ډېرې اغېزمنتيا لپاره له سره غور وشي.

 محمد کريم خليلي، دغه موضوع نن په هغه ناسته کې څرګنده کړه چې د سولې عالي شورا د مشر په توګه د نوموړي د معرفۍ په موخه جوړه شوې وه او د ولسمشر، د حکومت اجراييه رييس، د محکمې رييس او نړيوالې ټولنې د غړو په ګډون په کې ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو ګډون درلود.

 خليلي وويل: "په دې کې شک نشته چې د سولې عالي شورا بريا او مهمه برخه اصلاحاتو او بدلونونو ته اوړي، چې بايد د يادې شورا په داخل کې له ستراتېژۍ او پاليسۍ نيولې تر جوړښتونو پورې؛ په ټولو کارونو له سره غور وشي."

 هغه زياته کړه: "هيله من يم، چې دا اصلاحات د شورا د لا ډېرې ګټې او اغېزمنتيا په برخه کې ګټور ثابت شي. هغه څه چې مهم دي، د سولې عالي شورا په کړنو کې روڼتيا رامنځته کول دي، مالي روڼتيا، په خبرو اترو کې روڼتيا او په هوکړو کې روڼتيا هغه مهم موضوعات دي، چې موږ به پرې ډېر تمرکز وکړو."

 نوموړي په هېواد کې د سولې او ثبات پر اهميت د ټينګار ترڅنګ وويل: "له دې ټريبيون له ټولو وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول طالبانو غواړم، چې راشي د سولې له پروسې سره يوځاى شي، جګړه د حل لار نه ده، دا کار د نړۍ په کچه هم تجربه شوى او په بين الافغاني خبرو اترو سره بايد له داسې وضعيت چې هره ورځ په وينو سره کېږو؛ ځان وباسو."

 د سولې عالي شورا د نوي مشر په وينا، سوله د ګټلو او بايللو لوبه نه ده، بلکې د حکومت او وسله والو مخالفينو لپاره يو لومړيتوب دى او دا لړۍ بايلونکى نه لري.

 کريم خليلي زياته کړه: "په قرانکريم کې راغلي، سوله هغه لاره ده، چې د دواړو لوريو خير پکې نغښتى دى."

 نوموړي د ګلبدين حکمتيار له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک ته په اشارې سره وويل، که څه هم له دغه هوکړه ليک سره تاوتريخوالى کم نه شو، خو بيا هم له سولې سره د دغه ګوند يوځاى کېدل؛ ستره لاسته راوړنه ده.

 کريم خليلي هيله څرګنده کړه، څو د سولې عالي شورا وکولى شي د يوه افغاني ميکانېزم پر بنسټ له وسله والو طالبانو سره هم د سولې خبرې اترې پيل کړي.

 د سولې عالي شورا نوي مشر له حکومت، نړيوالې ټولنې، جهادي شخصيتونو، ملي شورا غړو، سياسي خوځښتونو، مدني ټولنې، د بشر او ښځو حقونو مدافع بنسټونو، رسنيو او د ټولنې له بېلابېلو خلکو وغوښتل، څو د سولې ټينګښت لپاره کار وکړي.

 د هغه په وينا، د افغانستان سوله او ثبات د سيمې او نړۍ په ګټه دى او د سولې عالي شورا له ټولنيزې همکارۍ پرته د سولې د ټينګښت په برخه کې کار نه شي کولى.

 محمد کريم خليلي د پير احمد سيدګيلاني د ځاى ناستي پر ځاى معرفي شوى، چې ګيلاني تېر کال د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.