ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بروکسل کې افغانانو د پاکستان پر ضد او افغان ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ

بروکسل کې افغانانو د پاکستان پر ضد او افغان ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ

author avatar
3 Jul 2017 - 14:16
بروکسل کې افغانانو د پاکستان پر ضد او افغان ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ
author avatar
3 Jul 2017 - 14:16

کابل (پژواک، ١٢چنګاښ ٩٦): د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې مېشتو افغانانو د افغانستان د ملي ځواکونو او نظام پر ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.

د دغه لاريون يوه مسوول شان پاچا شينواري د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه لاريون چې پرون له غرمې وروسته د اروپا د پارلمان مخې ته وشو، په کې لسګونو افغانانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه چې په دغه لاريون کې له  ځينو نورو اروپايي هېوادونو راغلو افغانانو هم برخه اخيستې وه.

د شينواري په خبره ، د لاريون موخه په افغانستان کې د سولې ثبات، له ملي ځواکونو او اوسني نظام څخه ملاتړ و.

هغه زياته کړه چې دغه راز لاريون کوونکو د پاکستان او د دغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر ضد شعارونه هم ورکول.

د نوموړي په وينا، د لاريون ويناوالو يو ځل بيا نړيوالو او په ځانګړې توګه اروپايي پارلمان ته په ډاګه کړه چې په پاکستان کې د ترهګرو  مرکزونه نه يواځې د افغانستان امنيت خراب کړى، بلکې د ټولې سيمې امنيت او ثبات يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

نوموړي  وويل چې په پاکستان کې د ترهګرو په مرکزونو کې روزل شوي ترهګر افغانستان ته د ترهګريزو بريدونو لپاره رالېږل کېږي.

شان پاچا شينواري وويل چې د لاريون برخه والو د افغانستان له ملي ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکى هېواد اعلان کړي.

دى وايي چې د لاريون ګډونوالو په پاى کې د اروپايي پارلمان استازي ته خپل غوښتنليک او پرېکړه ليک وسپاره.

په پرېکړه ليک کې چې يوه کاپي يې پژواک ته رالېږل شوې، له  نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر پاکستان سياسي، اقتصادي او نظامي بنديزونه ولګوي او پاکستاني پوځي چارواکي د هاګ نړيوالې محکمې ته راکش کړى شي.

په پرېکړه ليک کې له ناټو او نورې نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې نه يواځې له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، بلکې هر ډول مرستې ورسره ورکړي.

دغه راز په پرېکړه ليک کې له امريکا غوښتل شوي چې له افغانستان سره لاسليک کړى امنيتي تړون په بشپړه توګه عملي کړي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.