اسعد اباد (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٦) : چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د وټه پور ولسوالۍ د څپري په سيمه کې شوى دی.
هغه زياته کړه چې د امريکايي ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې د داعش ډلې پر يوه مرکز هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د همت په وينا، په وژل شوو کې د داعش ډلې مهم کسان هم شامل دي.
امنيه قوماندان وايي چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې داعش ډلې په کونړ ولايت کې هم خوځښتونه او فعاليتونه پيل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن