ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ورک شوي شپانه مړی موندل شوی

جوزجان کې د ورک شوي شپانه مړی موندل شوی

author avatar
4 Jul 2017 - 16:26
جوزجان کې د ورک شوي شپانه مړی موندل شوی
author avatar
4 Jul 2017 - 16:26

شبرغان (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، د هغه ٢٠ کلن شپون مړى يې موندلى چې د کوچني اختر په لومړۍ شپه د شبرغان ښار اړوند سيمه کې لادرکه شوى و او پوليسو په دې تړاو دوه کسان نيولي دي.

د جوزجان ولايت امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت امر لومړي څارن نعمت الله کُهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، د منزالله په نوم يو شپون چې د شبرغانو ښار په شکرک او مرغاب کليو کې به يې څاروي څرول؛ د اختر په لومړۍ شپه لادرکه شوى و.

هغه زياته کړه: "پرون شپه مو د هغه مړى د راکړل شوو اطلاعاتو پر بنسټ، د مرغاب کلي له اړوند سيمې ترلاسه کړ چې په يوه پټو کې پټ کړل شوى و او د هغه د کورنۍ د ادعا له مخې، د يادې قضيې په تړاو دوه کسان نيول شوي او قضيه تر څېړنې لاندې ده."

نوموړي وويل، د قضيې د تورنو کسانو دوسيه څارنوالۍ ته لېږل شوې او له څېړنو وروسته به معلومه شي چې د هغه د وژلو انګېزه څه وه.

يادې امنيتي سرچينې زياته کړه، وژل شوى شپون د چاقو او يا کومې وژونکې الې په وسيله وژل شوى ځکه چې د خېټې په برخه کې يې ژور ټپ تر سترګو کېږي.

د وژل شوي کس تره يارمحمد وويل، منزالله يو ارام او بې ازاره ځوان و او له هېچا سره يې هم دښمني او تربګني نه درلوده، نوموړى د اختر په لومړۍ شپه د شبرغانو ښار له مرغاب کلي لادرکه شوى و.

نوموړي زياته کړه: "منزالله نورو سيمو ته تګ راتګ نه کاوه او د هغه د لادرکه کېدو پر مهال نه چا ورته زنګ کړى او نه هم د چا له لوري ګواښل شوی، پرون چې کله ماشومان يادې سيمې ته د څارويو څرولو په موخه تللي وو، نو په ياده سيمه کې يې مړی موندلی و چې موږ هم د هغه مړى د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت ته وسپاره."

د جوزجان د عامې روغتيا مشر ډاکتر فريدون حبيب پژواک ته وويل، پوليسو پرون شپه د يوه شل کلن ځوان مړى روغتون ته راوړى او د ډاکټرانو له معاينې وروسته څرګنده شوه چې د بدن ځينې برخې يې له منځه تللې او د مقتول پر بدن د ټپونو نښانې له منځه تللې دي.

هغه وويل: "موږ دغه موضوع د لا ډېرې څېړنې په موخه عدلي طب ته وسپارله، څو هلته معلومه شي چې مقتول په څه ډول او څرنګه وژل شوى دى."

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د شبرغان ښار اړوند سيمه کې يو بل ځوان هم وژل شوى و چې له هغه وروسته يې مړى د دغه ښار په لوېديځ کې د پوليسو له لوري وموندل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.