شبرغان (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦):د جوزجان ولايت ځيني چارواکي او استوګن وايي چې د داعش ډلې د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د تبليغي پاڼو په خپرولو سره ويلي چې د دې ولسوالۍ په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت اړوند درسي نصاب عملي کوي.
د یادو چارواکو او اوسېدونکو په وينا، داعشيانو په دې وروستيو کې د درزاب ولسوالۍ د نجونو لېسه سوځولې ده او د دې ولسوالۍ اړوند ١٣ نور ښوونځي يې ويجاړ کړي او د اعلاميو خپرولو تر څنګ يې خلکو ته ويلي چې د اوړي د رخصتيو په ختمېدو سره د دې ولسوالۍ په ټولو ښوونځيو کې د اسلامي خلافت تعليمي نصاب عملي کوي.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور تاييد کړه چې داعشيان يوازې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې نه، بلکې په ټولو ښوونځيو کې ابلاغيې خپرې کړې چې د اوړي رخصتيو په ختمېدو سره په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت اړوند درسي نصاب عملي کوي.
هغه وويل: "دغه موضوع له يوې مياشتې راهيسې د خلکو په منځ کې څو څو ځلې ابلاغ شوې ده."
د داور په وينا، داعشيانو په ١٢ ښوونځيو کې چې د دوى تر مستقيم کنټرول لاندې دي، دغه موضوع څو ځلې د خلکو غوږونو ته رسولې او په هغو سيمو کې چې ښوونځي د هغوى په کنټرول کې نه دي هم خلکو ته يې د اسلامي خلافت نصاب د عملي کېدو خبر ورکړى دى.
د درزاب ولسوالۍ سرپرست دغه ټکي ته هم اشاره کړې چې تر اوسه پورې د دې ډلې له خوا په ښوونځيو کې د درسي کتابونو وېش نه دى پيل شوى.
د درزاب ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکي سيد مراد پژواک ته وويل چې داعش ډلې دوې اوونۍ مخکې د سيمې خلک تر خپل کنټرول لاندې ښوونځيو کې راټول کړل او هغوى ته يې ويلي چې د اوړي له رخصتيو وروسته ټولو ښوونځيو ته نوي کتابونه وېشل کېږي.
هغوى دغه راز د سيمې خلکو ته خبردارى ورکړى چې که له دې وروسته دې ښوونځيو ته د خپلو لوڼو د تګ مخه ونيسي او ښوونځيو ته د نجونو تګ منع دى.
د هغه په وينا، د داعش ډلې ته منسوب کسانو ټول هغه درسي کتابونه له ځان سره وړي چې په ښوونځي کې تدريس کېدل.
دغه ښوونکي همدا رنګه وويل چې د داعش ډلې د يادې ولسوالۍ لرو سيمو ته په هغو ليکونو کې چې متن يې په دري ژبه ليکل شوى د ښوونځيو له مديرانو څخه غوښتي چې له دې وروسته دې د داعش نصاب تطبيق کړي او د اوړي له رخصتيو وروسته، په دې ښوونځيو کې نوي ديني کتابونه وېشي.
سرچينې دغه راز ويلي چې د داعش مربوط کسانو د ښوونځيو مديرانو ته ويلي چې له دې وروسته ښوونکو ته د دوى ډله د دولت د معاش دوه چنده معاش ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن