د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"داعش غواړي د درزاب ولسوالۍ په ښوونځيو کې خپل درسي نصاب تطبيق کړي"

"داعش غواړي د درزاب ولسوالۍ په ښوونځيو کې خپل درسي نصاب تطبيق کړي"

Jul 04, 2017 - 13:56

شبرغان (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦):د جوزجان ولايت ځيني چارواکي او استوګن وايي چې د داعش ډلې د دغه ولايت د درزاب ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د تبليغي پاڼو په خپرولو سره ويلي چې د دې ولسوالۍ په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت اړوند درسي نصاب عملي کوي.

د یادو چارواکو او اوسېدونکو په وينا، داعشيانو په دې وروستيو کې د درزاب ولسوالۍ د نجونو لېسه سوځولې ده او د دې ولسوالۍ اړوند ١٣ نور ښوونځي يې ويجاړ کړي او د اعلاميو خپرولو تر څنګ يې خلکو ته ويلي چې د اوړي د رخصتيو په ختمېدو سره د دې ولسوالۍ په ټولو ښوونځيو کې د اسلامي خلافت تعليمي نصاب عملي کوي.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور تاييد کړه چې داعشيان يوازې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې نه، بلکې په ټولو ښوونځيو کې ابلاغيې خپرې کړې چې د اوړي رخصتيو په ختمېدو سره په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت اړوند درسي نصاب عملي کوي.

 

هغه وويل: "دغه موضوع له يوې مياشتې راهيسې د خلکو په منځ کې څو څو ځلې ابلاغ شوې ده."

د داور په وينا، داعشيانو په ١٢ ښوونځيو کې چې د دوى تر مستقيم کنټرول لاندې دي، دغه موضوع څو ځلې د خلکو غوږونو ته رسولې او په هغو سيمو کې چې ښوونځي د هغوى په کنټرول کې نه دي هم خلکو ته يې د اسلامي خلافت نصاب د عملي کېدو خبر ورکړى دى.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست دغه ټکي ته هم اشاره کړې چې تر اوسه پورې د دې ډلې له خوا په ښوونځيو کې د درسي کتابونو وېش نه دى پيل شوى.

د درزاب ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکي سيد مراد پژواک ته وويل چې داعش ډلې دوې اوونۍ مخکې د سيمې خلک تر خپل کنټرول لاندې ښوونځيو کې راټول کړل او هغوى ته يې ويلي چې د اوړي له رخصتيو وروسته ټولو ښوونځيو ته نوي کتابونه وېشل کېږي.

هغوى دغه راز د سيمې خلکو ته خبردارى ورکړى چې که له دې وروسته دې ښوونځيو ته د خپلو لوڼو د تګ مخه ونيسي او ښوونځيو ته د نجونو تګ منع دى.

 د هغه په وينا، د داعش ډلې ته منسوب کسانو ټول هغه درسي کتابونه له ځان سره وړي چې په ښوونځي کې تدريس کېدل.

دغه ښوونکي همدا رنګه وويل چې د داعش ډلې د يادې ولسوالۍ لرو سيمو ته په هغو ليکونو کې چې متن يې په دري ژبه ليکل شوى د ښوونځيو له مديرانو څخه غوښتي چې له دې وروسته دې د داعش نصاب تطبيق کړي او د اوړي له رخصتيو وروسته، په دې ښوونځيو کې نوي ديني کتابونه وېشي.

سرچينې دغه راز ويلي چې د داعش مربوط کسانو د ښوونځيو مديرانو ته  ويلي چې له دې وروسته ښوونکو ته د دوى ډله د دولت د معاش دوه چنده معاش ورکوي.

خو د درزاب ولسوالۍ دغه ښوونکي ويلي، وروسته له دې چې يوه اوونۍ وړاندې بې پيلوټه الوتکو پر داعشيانو بريدونه پيل کړل، دې ډلې په ښوونځيو کې د خپل نصاب د تطبيق موضوع ته ډېر پام نه دى کړى.

د ولسوالۍ مرکزي کليو او بانډو ته له ننوتلو وروسته یې د نجونو لېسه وسوځوله او لږ تر لږه ١١ نور ښوونځي يې تخريب کړي دي.

د جوزجان ولايت سرپرست او مرستيال والي انجنير عبدالرحمن محمودي پژواک ته وويل چې د درزاب داعشيانو د درزاب ولسوالۍ مرکزي کليو او بانډو ته له ننوتلو وروسته د نجونو لېسه سوځولې او لږ تر لږه ١١ نور ښوونځي يې تخريب کړي دي.

هغه زياته کړه: "هغوی د ښوونځي درسي توکي، کړکۍ او ورونه هم له ځان سره وړي او له روان وضعيت څخه داسې اخیستنه کېداى شي چې هغوى په ښوونځيو کې د درسي نصاب د تطبيق لپاره هېڅ پلان نه لري او په ډېر احتمال سره؛ هغوى د خلکو په منځ کې اوازه خپره کړې چې د دې ولسوالۍ په ښوونځيو کې درسي نصاب تغییروي؛ خو د دوى له  تخريبي عملونو څخه داسې ښکاري چې په ښوونځيو کې د درسي پروګرامونو لپاره نیت نه لري؛ که داسې نه واى نو د ښوونځيو پر تخريب يې لاس نه پورې کاوه."

د جوزجان ولايت مرستيال زياته کړه چې که داعشيانو داسې پروګرام ولري، حکومت يې د مخينوي توان لري.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله وويل: "د داعشيانو خبره او عمل يو شان نه دي، هغوى ويلي دي چې موږ په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت مربوط درسي نصاب عملي کوو؛ خو د ښوونځيو په ورانولو لاس پورې کوي."

هغه زياته کړه چې داعشيانو د ښوونځيو درسي کتابونه او نور شيان له ځان سره وړي او وروسته يې د خلکو په منځ کې تبليغات په لار اچولي چې د ښوونځيو په درسي پروګرامونو کې د اسلامي خلافت درسي نصاب ځايوي.

نوموړي وويل: "هغوى په خپل دغه اقدام سره د خلکو په منځ کې اندېښنې پيدا کړې او د هغوى فکرونه يې خراب کړي؛ ځکه د داعشيانو خبره او عمل يو شان نه دي."

د جوزجان د معارف پخوانى رئيس، عبدالحي ددې خبرې په تاييد سره وويل چې داعشيانو څو ورځې مخکې د د رزاب ولسوالۍ د جغرافيې ستره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوسته، د درزاب ولسوالۍ د نسوان لېسې ته دننه شول او د دغه ښوونځي په لابراتوار کې د بيولوژي مضمون اړوند اسکليټونه يې مات کړي او نور درسي تجهيزات له منځه وړي دي.

نوموړي زياته کړه چې هغوى پر دغه کار بسنه ونه کړه، د خلکو په منځ کې يې تبليغاتي پاڼو په خپرولو سره ويلي چې په ښوونځيو کې د اسلامي خلافت اړوند درسي نصاب عملي کوي.

د جوزجان ولايت د معارف د رئيس په خبره: "اوس په درزاب ولسوالۍ د ښوونځيو شاګردان د اوړي په درې مياشتني رخصتۍ کې دي او زه هيله لرم چې تر هغه وخته وضعيت د خلکو په ګټه بدل شي او په ښوونځيو کې درسوونه د پخوا په شان دوام پيدا کړي."

په درزاب ولسوالۍ کې ٤٧ ښوونځي شتون لري چې په کې تر ١٧زره ډېر شاګردان درس وايي او د دغو شاګردانو ٤٤ سلنه نجونې جوړوي.

د يادونې ده، د اسلامي  دولت (داعش) نومې ډلې، له څه وخت را په دېخوا د جوزجان ولايت په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې خپلې فعاليتونه پيل کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement