فراه (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): د فراه ولايت امنيې قومانداني د سړک غاړې چاودنې له امله د پنځو ملکي کسانو د مرګ ژوبلې او د دغه ولايت د سولې له بهير سره د دولت د ١١ وسله والو مخالفينو د يو ځاى کېدو خبر ورکوي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وويل چې تېره شپه يو کرولا ډوله موټر د خاکفسېد ولسوالۍ له "نوى ده" سيمې څخه د فراه مرکز ته یو ناروغ لېږداوه، د دغه ولايت د پشترود ولسولالۍ په ګجګين کلي کې د سړک غاړې ماين ور خلى.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې دوه مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې ټپي شوې مېرمن د فراه په مرکز کې ملي روغتون ته وړل شوې او ډاکترانو يې روغتيايي وضعيت نسبي ښه بللى دى.
تر اوسه پورې چا ددغه پېښې مسووليت ندى منلى.
دغه راز د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې پرون د ياد ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې ١١وسله وال طالبان له يوولس ميله وسلې سره د سولې له بهير سره يوځاى شول او خپلې وسلې يې امنيې قوماندانۍ ته وسپارلې.
دهغه په وينا دغه ١١ تنه په چمن ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر سنګرونو د څو بريدونو له ناکامېدو وروسته له دولت سره د يوځاى کېدو پرېکړه کړې وه او پرون يې له دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه ندي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن