فراه (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د فراه امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې څلورو پوليس وژل شوي، بلخوا یې دوه طالب ماين خښوونکي نيولي دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د پوليسو يو رينجر موټر چې د فراه له جوين ولسوالۍ نه د مرکز لور ته روان و، په دورجو کلي کې د سړک غاړې له چاودنې سره مخ شو چې له امله يې د پوليسو څلور منسوبين ووژل شول.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې موټر په بشپړ ډول له منځه تللى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه ماين د هغوى د ملګرو له لوري اېښودل شوى و.
د يوه بل خبر له مخې، د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي چې د پوليسو او ملي امنيت ځواکونو پرون دوه طالب ماين اېښودونکي د ولايت د مرکزي په کرجي سيمه کې له يوه اندازه مهماتو او ثريا ټيليفون سره نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن