ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د انګورو حاصلات شل سلنه زيات شوي

د هرات د انګورو حاصلات شل سلنه زيات شوي

author avatar
5 Jul 2017 - 14:59
د هرات د انګورو حاصلات شل سلنه زيات شوي
author avatar
5 Jul 2017 - 14:59

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٦): د کرنې وزارت وايي، د وزارت د متخصصينو وړاندوينې ښيي چې سږ کال به هرات کې د انګورو حاصل د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زيات شي.

د وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو وړاندوينو پر بنسټ به سږ کال د هرات د انګورو حاصلات ١١٠ زره ټنه وي.  په داسې حال کې چې تېر کال ددغه ولايت د انګورو له تاکنونو ٩٥ زره ټنه حاصل اخيستل شوى و.

سرچينې زياته کړه چې د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال په هرات کې پر ٣٩٥٠٠ جريبه ځمکه د انګورو تاکونه اېښودل شوي  دي. دا تاکنونه تر ډېره پورې په انجيل، ګذره، پښتون زرغون او اوبه ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د انګورو د حاصلاتو د ډېرېدو، په نورو ولايتونو کې د معياري او صحي حاصلاتو تر لاسه کولو لپاره له ټول هېواد نه ١٣٩ ډوله انګور د هرات کرنې رياست په څېړنيز فارم کې تر څېړنه لاندې نيسي.

د هرا انګور له اوچت شهرت څخه برخمن دي چې د پروسس او پر مميزو د بدلولو لپاره يې تر اوسه پورې په دې ولايت کې د کرنې وزرات له لوري ٣٠٠ کشمش خانې جوړې شوې دي.

اوسمهال د هرات ٢٥٦زره اوسېدنکي په کرنه بوخت دي چې له دې ډلې يې ١٥٠٠٠ تنه بڼوالي کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.