کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۶): د کابل ښار د پنځمې امنيتې حوزې اړوند د نيازبيګ په سيمه کې د دوو راکټونو د لګېدو له امله يوه مېرمن او يو ماشوم وژل شوي او يوه مېرمن ټپي ده.
د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه راکټونه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې له نامعلوم لوري توغول شوي دي.
د ده په وينا، له دغو راکټونو څخه يو پر يو کور لګېدلى او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
هغه وايي چې دويم راکټ په يوه کوڅه کې لګېدلى خو زيان يې نه دی اړولی.
تراوسه کومې ډلې د دې راکټي بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن