ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په سپین بولدک کې د ګوزڼ پر واکسين مشروط بنديز لګولی

author avatar
6 Jul 2017 - 13:43
author avatar
6 Jul 2017 - 13:43

کندهار (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۶): وسله والو طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

په دې اړه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ریاست یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د پولیو واکسیناسیون پروګرام مسوولینو ته ګواښ کړی تر هغه چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې، نه شي کولای په دې ولسوالۍ او د سپين بولدک- چمن پر پوله ماشومانو ته واکسین ورکړي.

د سرچینې په وینا، وسله والو طالبانو د واکسین پروګرام مسوولینو ته دوه شرطونه وړاندې کړي چې د پولیو د واکسیناسیون په پروګرام کې باید د دوی اړوند کسان په دندو وګومارل شي او بل دا چې په دې پروګرام کې دې له دولت سره تړاو لرونکي کسان له دندو لرې کړای شي.

دغې سرچینې پژواک ته دا هم وویل چې دغه ګواښ د سپین بولدک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د ټاکل شوي والي قاري خیرالله له خوا دوی ته شوی دی.

سرچینه وايي، په همدې بنسټ نن د چنګاښ په ۱۴مه د سپین بولدک- چمن پر ګډه پوله ماشومانو ته د پولیو د واکسین ورکولو چارې ځنډول شوې وې.

د دې موضوع اړوند مو په کندهار کې له عامې روغتیا ریاست او یونسیف ادارې معلومات وغوښتل، خو له اوږده انتظار وروسته هم و نه توانېدو.

دغه راز په دې اړه د وسله والو طالبانو له ویاند سره هم اړیکه ټینګه نه شوه.

خو په سپین بولدک کې یوې بلې سرچینې هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پولیو واکسیناسیون پروګرام مسوولینو د دغې ستونزې د حل په موخه هڅې پیل کړې دي.

دغه سرچینه وايي، که څه هم په کندهار ښار او ولسوالیو کې هره میاشت یو ځل د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پلی کېږي خو د سپین بولدک- چمن پر پوله هره ورځ په سلګونو هغه ماشومان واکسین کېږي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.

د یادې شوې سرچینې په وینا، په کندهار او په ځانګړې توګه د سوېلي زون په ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو یو لامل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خلکو ازاد تګ راتګ هم دی چې له پاکستانه رالېږدي.

دغه سرچینه وايي، په پاکستان کې د پولیو د وایروس پر وړاندې مبارزه پیکه ده چې له امله یې افغانستان هم اغېزمن شوی او دلته یې د پولیسو پېښې ډېرې کړې دي.

د کندهار اوسېدونکي د وسله والو طالبانو دغه ګواښ خپه کړي او وايي، وسله والې ډلې دې د خپلو غوښتنو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې نه اچوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.