ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د ملي اجماع په جوړولو کې راسره ډېری ګوندونو ملاتړ ښودلی

حکمتیار: د ملي اجماع په جوړولو کې راسره ډېری ګوندونو ملاتړ ښودلی

author avatar
6 Jul 2017 - 18:14
حکمتیار: د ملي اجماع په جوړولو کې راسره ډېری ګوندونو ملاتړ ښودلی
author avatar
6 Jul 2017 - 18:14

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د حزب اسلامي مشر د بندونو په اړه د ايران ولسمشر پر څرګندونو د نيوکې تر څنګ وویل، ګوند يې متحد دى او د ګوندونو له نوي ايتلافه اندېښنه نه لري، خو په شمال کې د وسلو وېش اندېښمن کړى دى.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې نن په کابل کې د دغه ګوند د دوو مخکښو کسانو (محمد خالد فاروقي او معلم عبدالکريم) د فاتحې په مراسمو او تر هغه وروسته په خبري ناسته کې وکړې.

دغه دوه کسان د ورپېښو ناروغيو له امله وفات شوي او د فاتحې په مراسمو کې يې ګڼ شمېر دولتي چارواکو، د حزب اسلامي کسانو او نورو خلکو برخه واخيسته.

ده څه موده مخکې پاکستان کې د ده د پخواني سکرتر حاجي فريد وژنه هم ياده کړه او ويې ويل دا بايد پيدا شي چې په جوماتونو او هغو سيمو کې څوک بريدونه او چاودنې کوي چې عام خلک په کې وژل کېږي.

دى وايي، دغه کار هغه څوک نه کوي چې د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو خبر وي.

د حزب اسلامي يووالى

شاوخوا ١٦ کاله مخکې، وروسته له هغه چې حزب اسلامي په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو پوځيانو پر وړاندې وسله واله مبارزه پيل او ګلبدين حکمتيار ځان مخفي کړ، د حزب يوې ډلې کسانو د عبدالهادي ارغنديوال او بلې د وحيدالله سباوون تر مشرۍ لاندې سياسي فعاليت پيل کړ او دغه راز د دغه ګوند ځينو مهمو کسانو لکه قاضي محمد امين وقاد، جمعه خان همدرد، غلام فاروق وردګ او نورو د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد په نوم فعاليت کاوه.

خو اوس چې ګلبدين حکمتيار له دولت سره د سولې هوکړې تر لاسليک وروسته کابل ته راغلى، نن يې په هغې خبري ناسته کې چې ارغنديوال، قاضي محمدامين وقاد، فاروق وردګ، جمعه خان همدرد او د دغه ګوند نورو مشرانو هم په کې برخه لرله وويل چې ګوند يې متحد و، متحد دى او متحد به پاتې شي.

هغه زياته کړه: "داسې جناح او لوری په حزب کې نه ګورم چې هغه دې اختلاف وغواړي، په دې اړه بحث شوی، په يوه موقته اجرايي شورا هوکړه شوې چې هغه هماغه د حزب پخواني د اجرايي شورا غړي دي."

د ده په وينا، همدا شورا به د راتلونکو سياستونو، د نظرياتو توحيد او د چارو د ښه انسجام په موخه وروستي تصاميم نيسي.

محمدامين وقاد وويل چې دوى د حکمتيار تر مشرۍ لاندې خپل پيوستون اعلانوي او د هغه تر مشرې لاندې خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.