د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو په سپین بولدک کې د ګوزڼ پر واکسين مشروط بنديز لګولی

وسله والو په سپین بولدک کې د ګوزڼ پر واکسين مشروط بنديز لګولی

Jul 06, 2017 - 13:43

کندهار (پژواک، ١٥ چنګاښ ۹۶): وسله والو طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

په دې اړه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ریاست یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د پولیو واکسیناسیون پروګرام مسوولینو ته ګواښ کړی تر هغه چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوې، نه شي کولای په دې ولسوالۍ او د سپين بولدک- چمن پر پوله ماشومانو ته واکسین ورکړي.

د سرچینې په وینا، وسله والو طالبانو د واکسین پروګرام مسوولینو ته دوه شرطونه وړاندې کړي چې د پولیو د واکسیناسیون په پروګرام کې باید د دوی اړوند کسان په دندو وګومارل شي او بل دا چې په دې پروګرام کې دې له دولت سره تړاو لرونکي کسان له دندو لرې کړای شي.

دغې سرچینې پژواک ته دا هم وویل چې دغه ګواښ د سپین بولدک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د ټاکل شوي والي قاري خیرالله له خوا دوی ته شوی دی.

سرچینه وايي، په همدې بنسټ نن د چنګاښ په ۱۴مه د سپین بولدک- چمن پر ګډه پوله ماشومانو ته د پولیو د واکسین ورکولو چارې ځنډول شوې وې.

د دې موضوع اړوند مو په کندهار کې له عامې روغتیا ریاست او یونسیف ادارې معلومات وغوښتل، خو له اوږده انتظار وروسته هم و نه توانېدو.

دغه راز په دې اړه د وسله والو طالبانو له ویاند سره هم اړیکه ټینګه نه شوه.

خو په سپین بولدک کې یوې بلې سرچینې هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پولیو واکسیناسیون پروګرام مسوولینو د دغې ستونزې د حل په موخه هڅې پیل کړې دي.

دغه سرچینه وايي، که څه هم په کندهار ښار او ولسوالیو کې هره میاشت یو ځل د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پلی کېږي خو د سپین بولدک- چمن پر پوله هره ورځ په سلګونو هغه ماشومان واکسین کېږي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ کوي.

د یادې شوې سرچینې په وینا، په کندهار او په ځانګړې توګه د سوېلي زون په ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو یو لامل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خلکو ازاد تګ راتګ هم دی چې له پاکستانه رالېږدي.

دغه سرچینه وايي، په پاکستان کې د پولیو د وایروس پر وړاندې مبارزه پیکه ده چې له امله یې افغانستان هم اغېزمن شوی او دلته یې د پولیسو پېښې ډېرې کړې دي.

د کندهار اوسېدونکي د وسله والو طالبانو دغه ګواښ خپه کړي او وايي، وسله والې ډلې دې د خپلو غوښتنو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې نه اچوي.

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار هغه ولايت دى چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په کې زياتې دي.

دی هم وايي چې ډېرې دغه پیښې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو د تګ راتګ له امله دي، که پر ګډه پوله ماشومانو ته د واکسین بندیز همداسې دوام وکړي نو په پولیو ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو ګواښ به نور هم ډېر شي.

نوموړی له وسله والو غوښتنه کوي چې دغه بنديز ليرې کړي او د خپلو ګټو لپاره دې د ماشومانو ژوند له خطر سره نه مخامخ کوي.

سپین بولدک ولسوالي د کندهار ښار ختيځ لوري ته پر ډيورنډ کرښه د ١١٠ کيلو متره په واټن پرته ده.

د کندهار د عامې روغتیا سرپرست رییس ډاکټر محمد عظیم زمریال څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ ۴ پېښې ثبت شوې چې ۱ یې په کندز او پاتې ۳ یې د کندهار په ګډون په سوېلي ولایتونو کې دي.

له دغو پېښو یوه یې له پاکستان څخه کندهار ته په راستانه شوو کډوالو کې وه.

د یادولو ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې هم وسله والو طالبانو په کندهار کې د پولیو پر واکسیناسیون بندیز لګولی و.

هغه مهال ویل کېدل چې وسله والو د پوليو پر واکسين ځکه بنديز لګولی چې په ارغستان ولسوالۍ کې د شري د واکسين د ناسم تطبيق له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

دغه بندیز له څه مودې وروسته د عامې روغتیا ریاست د هغه مهال د مسوولینو په هڅو لیرې شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement