ښرنه (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې پاکستانۍ ملېشو د افغانستان په خاوره کې د اغزن سیم لګول پيل کړي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
پاکستانۍ ملېشو په داسې حال کې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په ځوابه غره کې د اغزن سيم لګولو کار پيل کړی چې له دې مخکې يې د دې سيمې د جلغوزيو ډېرې ونې ووهلې او د ياد غره په مهمو سيمو کې يې پوځي تاسيسات جوړ کړل.
د برمل ولسوالۍ د وزيرو قومي شورا مشر حاجي قدرت الله وزير د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونه پاکستاني کاريګر د ځوابه غره په څنډو کې د افغانستان په خاوره کې د اغزن سيم پر لګولو بوخت دي.
هغه زياته کړه: ((پاکستانيان په دې سيمه کې درې کيلومتره مخې راغلي خو حکومت يې پر وړاندې چوپ پاتې دى.))
هغه وايي، د دې سيمې قومي مشران، ځوانان او ان ښځې هم دې ته چمتو دي چې له خپلې خاورې د دفاع په موخه وجنګېږي.
د دې ولسوالۍ بل قومي مشر مبارز وزير هم ياده موضوع تاييد کړه او وې ويل چې په دې کار سره په دې سيمه کې قومونه سره جلا کېږي.
هغه زياته کړه: ((دا سيم يې په ځمکه نه، بلکې د خلکو په زړونو کې تېر کړى دى.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د پاکستانۍ ملېشو د دغه شان کړنو مخه ونيسي؛ ځکه خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
دغه راز بل قومي مشر سردار هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې بايد د پاکستاني ملېشه و د پرمختګ مخه ونيول شي.
هغه وايي: ((سرحدي پوليس ګوته په ماشه ولاړ دي خو حکومت ورته امر نه کوي او بله دا چې سرحدي پوليس يواځې نه دي، د دې سيمې ټول خلک ورسره دي او کلک ملاتړ يې کوي.))
د برمل ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان رازمحمد هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې په دې اړه د حکومتي مشرانو امر ته منتظر دي.
نوموړي د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه خو زياته کړه چې خلک په دې برخه کې له سرحدي پوليسو څخه کلک ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن