ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال طالبان له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا نه لري”

“وسله وال طالبان له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا نه لري”

author avatar
8 Jul 2017 - 11:50
“وسله وال طالبان له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا نه لري”
author avatar
8 Jul 2017 - 11:50

واشنګټن (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦): د ملګرو ملتونو په يوه راپور کې راغلي چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره  د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا نه لري.

دغه راپور د تېرې پنجشنبې په ورځ  د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندېزونو د څار ډلې لخوا  خپور شوى دى.

په راپور کې راغلي: (( له سيمه ييزو او نړيوالو هڅو سره سره طالبان اوس هم د سولې په اړه غلي دي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا نه لري.))

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي،سره له دې چې په تېر جګړه ييز موسم کې طالبانو ډېر تلفات وليدل، خو د هغوى جګړه ييز قوت کم نه شو او اوس هم په افغانستان کې د پام وړ وسله وال لري.

سرچينې ويلي،افغان حکومت په دې وروستيوکې له وسله والو طالبانو سره دسيمې د هېوادونو د ملاتړ په اړه اندېښنې هم ښودلې دي.

په راپور کې راغلي، له القاعدې سره د طالبانو اړيکې اوس هم د پخوا په څېر پياوړې دي، د القاعدې ډېرى وسله وال چې په افغانستان او پاکستان کې يې فعاليتونه کول، اوس له طالبانو سره يو ځاى شوي او د طالبانو جګړه ييز ځواک يې پياوړى کړى دى.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې يادونه شوې، تېر کال د نشه يي توکو له قاچاق څخه د طالبانو عوايد ځکه زيات شوي چې په  افغانستان کې په ډېره زياته کچه کوکنار کرل شوي وو.

د داعش په اړه په ياد راپور کې راغلي چې دغه ډله اوس هم له سوريې او عراق څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې افغان او نړيوال ځواکونه د داعش پر ضد قوي عمليات ترسره کړي، خو بيا هم دغه ډله په کابل کې لويو بريدونو ترسره کولو کې بريالۍ شوې.

سرچينې ويلي چې طالبان اوس هم دافغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ فرضي پولې په اوږدو کې قبايلي سيمو کې  له خوندي مرکزونو ګټه پورته کوي . 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.