کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د ١٥ کلنو تنکيو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا هېوادونو د سياليو اتلولي خپله کړه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو د فوټبال دا سيالۍ تېره اونۍ په تاجکستان کې پيل شوې او تېره شپه د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
هغه زياته کړه چې پرون مازديګر افغانستان په خپله څلورمه لوبه کې ازبکستان ته درې پر دوه ګولونو ماتې ورکړه.
د کاظمي په وينا، افغانستان په دې سياليو کې تاجکستان او قرغېزستان ته هم ماتې ورکړې وه، خو له ترکمنستان څخه یې ماتې خوړلې وه.
دى وايي چې افغانستان په نهو نومرو ترلاسه کولو سره په دې سياليو کې لومړى مقام ترلاسه کړ او اتلولي خپله کړه.
په دې سياليو کې د افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغېزستان او قزاقستان لوبډلو برخه اخيستې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن