د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د مرکزي اسيا د فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه

افغانستان د مرکزي اسيا د فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه

Jul 09, 2017 - 08:51

کابل (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د ١٥ کلنو تنکيو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا هېوادونو د سياليو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو د فوټبال دا سيالۍ تېره اونۍ په تاجکستان کې پيل شوې او تېره شپه د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

هغه زياته کړه چې پرون مازديګر افغانستان په خپله څلورمه لوبه کې ازبکستان ته درې پر دوه ګولونو ماتې ورکړه.

د کاظمي په وينا، افغانستان په دې سياليو کې تاجکستان او قرغېزستان ته هم ماتې ورکړې وه، خو له ترکمنستان څخه یې ماتې خوړلې وه.

دى وايي چې افغانستان په نهو نومرو ترلاسه کولو سره په دې سياليو کې لومړى مقام ترلاسه کړ او اتلولي خپله کړه.

په دې سياليو کې د افغانستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغېزستان  او قزاقستان لوبډلو برخه اخيستې وه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan