د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تخار بوټ جوړوونکي اسانتیاوې غواړي

د تخار بوټ جوړوونکي اسانتیاوې غواړي

Jul 10, 2017 - 13:03

تالقان (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د تخار په مرکز تالقانو کې د بوټانو ځیني توليدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د توليداتو د خرڅلاو کچه لوړه شوې خو د وسايلو په برخه کې ستونزې لري.

له ډېر پخوا راهيسې د تخار ولايت د مرکز تر څنګ په بېلابېلو سيمو کې يې يو شمېر کسان په لاس باندې بوټان او موزې توليدوي چې ګڼ شمېر خلک ترې استفاده کوي.

د دې کسانو له ډلې يو هم ٦٥ کلن عبدالحکيم دى چې د تالقانو ښار په يوه څنډه کې د لرګيو غرفه لري.

هغه پژواک ته وويل: ((دا کسب موږ ته له پلار او نېکه څخه راپاتى دى او موږ دلته چموسې، مسي، بوټان او موزې توليدوو.))

د عبدالحکيم د معلوماتو له مخې، چموسې له چرم څخه جوړ بوټان دي چې ډېرى ازبکان ترې استفاده کوي، مسي له څرمنو څخه جوړې جرابې دي چې خلک يې له کلوشو سره استفاده کوي او له موزو څخه د وزلوبې لوبغاړي ګټه پورته کوي.

هغه وايي چې په دې وروستيو کې دوى د خلکو په ذوق توليدات کوي نو ځکه يې د توليداتو د خرڅلاو کچه هم لوړه شوې ده.

عبدالحکیم وايي چې اوس دوی له هماغه ساده او سیمه ییزو موادو څخه په موډ برابر بوټان تولیدوي.

د نوموړي په وينا، بوټان چې تلي یې له بهره راوړل شوي وي، ګران پرېوځي، خو هغه بوټان چې تلي یې په تالقانو کې د موټرو له زړو ټایرونو جوړ وي، هم ارزانه او هم له ښه کیفیت څخه برخمن وي.

د عبدالحکيم د معلوماتو له مخې، دوى د بوټانو په جوړلو کې له ډېرو ساده وسايلو څخه کار اخلي خو پرمختللي وسايلو ته هم اړتيا لري.

هغه زياتوي: ((زموږ وسایل رینه، څټک، سندان او د کالیو ګنډلو ماشین دي چې موږ یې پرې بوټان ګنډو، خو موږ باید د بوټانو ګنډلو ماشین ولرو، موږ باید د بوټانو د قالب کولو ماشین ولرو، زموږ ټول کارونه په ساده وسایلو او لاس باندى کېږي.))

د نوموړي په وينا، که چېرې پرمختللي وسايل ورکړل شي، د توليداتو او کيفيت کچه به يې څو برابر لوړه شي.

سید رحمت الله د تالقانو یو بل کسبګر دی چې په خبره یې هره ورځ ۳۶ جوړه بوټان تولیدوي او پلوري یې.

نوموړی وايي، د بوټانو ګنډلو په دې وړه کارخونه کې يې چې په تالقانو ښار کې دی، شپږ کسان کار کوي.

دی وايي، په تالقانو کې تولیدېدونکي بوټان کومه خاصه ځانګړتيا نه لري، خو هڅه کوي چې کیفیت او بیه يې ښه وي څو خلک ترې استفاده وکړي.

رحمت الله زیاتوي: ((موږ یو ډول بوټان نه تولیدوو، هر ډول بوټان تولیدوو. زه په بازار کې ګرځم، هر ډول بوټان چې نوي راغلي وي، اخلم یې، کارخونې ته یې راوړم، شکوم یې، له جوړښته یې ګټه پورته کوو، بېرته هماغسې بوټان تولیدوو او ان کیفیت یې له بهرنیو بوټان هم ښه وي.))

دی زیاتوي چې یوه جوړه بوټان دوی ته په ۴۰۰ افغانۍ تمامېږي، خو دوی یې بیا په  يوه مناسب ګټه پلوري.

د تالقانو یوه اوسېدونکي نظام الدین پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې له تولید شوو بوټانو څخه استفاده کوي.

ده زياته کړه: ((زه له درې کاله را په دېخوا په تخار کې جوړ شوي بوټان نه استفاده کوم، ډېر ښه بوټان دي، چرمي دي، پښه په کې بوي نه کوي، په ژمي کې تاوده او اوړي کې يخ وي.))

نوموړي له نورو خلکو هم غوښتنه وکړه چې له هېوادني توليداتو ګټه پورته کړي څو د هېواد اقتصاد وده وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د تخار د اقتصاد رییس احمد ضیا طارق پژواک ته وويل چې د لاسي صنایعو په برخه کې پرمختګونه شوي، خو دغه پرمختګونه ډېر منظم نه دي.

طارق وايي چې د لاسي صنايعو له يو شمېر توليدوونکو سره ليدلي دي او هڅه کوي چې د دوى پرمختګونه منظم کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د يو شمېر خيريه موسسو او دولتي ارګانونو له لوري په دغه ولايت کې يو شمېر کسانو ته د بوټانو کنډلو په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((زه کوښښ کوم چې په دې برخه کې ټولې چارې منظمې کړم څو توليدات يې هم منظم شي او ښه بازار ورته پيدا شي.))

نوموړي وويل، سره له دې چې په دغه ولايت کې د لاسي کارخونو کره شمېر ورسره نشته خو زياتوي چې د يو شمېر موسسو په مرسته يې د خصوصي سکتور ارزونه پيل کړې ده چې له مخې به يې د کارخونو شمېره هم معلومه شي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې دوه ډوله تولیدي کارخونې دي چې يوې ډلې ته يې د موسسو له لوري امکانات ورکړل شي او بلې ډلې يې هر څه خپله ځان ته برابر کړي دي.

د تخار د اقتصاد رییس هم مني چې تر پخوا په دغه ولایت کې تولیدېدونکي بوټانو ښه بازار موندلی او ډېر مينه وال هم لري.

د ده په وينا، په تخار کې سيمه ييز حکومت هڅه کوي چې د دې ولايت د بوټانو او نورو لاسي صنايعو د توليداتو لپاره په ملي کچه بازار پيدا کړي.

په تخار کې د لاسي صنايعو سوداګر وايي چې د پرمختللو ماشینونو نشتوالی، د اومه موادو د بيې لوړوالى او کورنيو توليداتو لپاره د بازار نشتوالى هغه ستونزي دي چې کسبګر ورسره مخ دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement