تالقان (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د تخار په مرکز تالقانو کې د بوټانو ځیني توليدونکي وايي چې په دې وروستيو کې د توليداتو د خرڅلاو کچه لوړه شوې خو د وسايلو په برخه کې ستونزې لري.
له ډېر پخوا راهيسې د تخار ولايت د مرکز تر څنګ په بېلابېلو سيمو کې يې يو شمېر کسان په لاس باندې بوټان او موزې توليدوي چې ګڼ شمېر خلک ترې استفاده کوي.
د دې کسانو له ډلې يو هم ٦٥ کلن عبدالحکيم دى چې د تالقانو ښار په يوه څنډه کې د لرګيو غرفه لري.
هغه پژواک ته وويل: ((دا کسب موږ ته له پلار او نېکه څخه راپاتى دى او موږ دلته چموسې، مسي، بوټان او موزې توليدوو.))
د عبدالحکيم د معلوماتو له مخې، چموسې له چرم څخه جوړ بوټان دي چې ډېرى ازبکان ترې استفاده کوي، مسي له څرمنو څخه جوړې جرابې دي چې خلک يې له کلوشو سره استفاده کوي او له موزو څخه د وزلوبې لوبغاړي ګټه پورته کوي.
هغه وايي چې په دې وروستيو کې دوى د خلکو په ذوق توليدات کوي نو ځکه يې د توليداتو د خرڅلاو کچه هم لوړه شوې ده.
عبدالحکیم وايي چې اوس دوی له هماغه ساده او سیمه ییزو موادو څخه په موډ برابر بوټان تولیدوي.
د نوموړي په وينا، بوټان چې تلي یې له بهره راوړل شوي وي، ګران پرېوځي، خو هغه بوټان چې تلي یې په تالقانو کې د موټرو له زړو ټایرونو جوړ وي، هم ارزانه او هم له ښه کیفیت څخه برخمن وي.
د عبدالحکيم د معلوماتو له مخې، دوى د بوټانو په جوړلو کې له ډېرو ساده وسايلو څخه کار اخلي خو پرمختللي وسايلو ته هم اړتيا لري.
هغه زياتوي: ((زموږ وسایل رینه، څټک، سندان او د کالیو ګنډلو ماشین دي چې موږ یې پرې بوټان ګنډو، خو موږ باید د بوټانو ګنډلو ماشین ولرو، موږ باید د بوټانو د قالب کولو ماشین ولرو، زموږ ټول کارونه په ساده وسایلو او لاس باندى کېږي.))
د نوموړي په وينا، که چېرې پرمختللي وسايل ورکړل شي، د توليداتو او کيفيت کچه به يې څو برابر لوړه شي.
سید رحمت الله د تالقانو یو بل کسبګر دی چې په خبره یې هره ورځ ۳۶ جوړه بوټان تولیدوي او پلوري یې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن