غزني ښار (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د غزني پوليسو په قره باغ ولسوالۍ کې څلور انسان تښتونکي له ٢٥ ماشومانو سره نيولي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار د چنګاښ په ١٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پوليسو دغه څلور انسان تښتوونکي د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-کندهار پر لويه لار نيولي دي.
هغه وايي چې انسان تښتوونکو دغه ٢٥ ماشومان په دوو موټرو کې ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل یې چې د کوېټې له لارې يې پاکستان هېواد ته انتقال کړي.
د هغه په وينا، دغو کسانو غوښتل چې ياد ماشومانو ته په پاکستان هېواد کې د ځانمرګو بريدونو زده کړې ورکړي.
قوماندان وايي: ((دغو ماشومانو ته یې چې ډېری یې بې سرپرسته دي، یو ډول نشه يې مواد هم ورکړي وو))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ماشومان د غزني ښار، ده يک، اب بند، قره باغ او اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې عمرونه يې د ٨ او ١٥ کلونو تر منځ دي.
قوماندان وويل چې د انسان تښتوونکو د هويت په اړه اوس څه نه شي ويلى خو تر څېړنو وروسته به يې په اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړي.
د تښتول شوو ماشومانو له ډلې څخه عبدالله پژواک ته وويل چې د غزني ښار د بالاحصار سيمې اوسېدونکى دى.
هغه وايي: ((زه نور نه پوهېږم خو ما ته يې په کور کې وويل چې پاکستان ته لاړ شه او هلته مدرسه ووايه.))
عبدالله وويل چې له يادو کسانو سره د کورنۍ په خوښه روان و.
یوه بل له دغو ماشومانو د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې ماشومانو کې يو تن يې وراره دى.
هغه وايي: ((وراره مې دلته درس نه ويل نو ځکه مو تصميم ونيو چې پاکستان ته لاړ شي او هلته درس ووايي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن