ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې څلور تنه د ځانمرګو له دوو واسکټونو سره نيول شوي

پروان کې څلور تنه د ځانمرګو له دوو واسکټونو سره نيول شوي

author avatar
10 Jul 2017 - 12:12
پروان کې څلور تنه د ځانمرګو له دوو واسکټونو سره نيول شوي
author avatar
10 Jul 2017 - 12:12

چاريکار (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): د پروان د امنيتي ځواکونو همغږۍ مرکز د څلورو کسانو د نيولو خبر ورکوي چې دوو تنو يې د ځانمرګي بريد هوډ درلود او دوو نورو يې له ځانمرګو سره مرسته کوله.

د پروان د همغږۍ مرکز قوماندان الوزي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه څلور کسان تېره شپه په پروان او کابل کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د پروان د مرکز اړوند د" قلعه چه" کلي په يوه کور کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، د سیدرحمان او نجیب الله په نومونو دوه ځانمرګي چې د لوګر او پروان ولایتونو اوسېدونکي دي، د ځانمرګي له واسکټ سره نیول شوي دي.

هغه د هغه کور په اړه چې ياد څلور کسان په کې نيول شوي، جزئيات وړاندې نه کړل او ويې ويل چې د نجيب او مجيب په نومونو دوه نور نيول شوي کسان سره وروڼه دي او د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

احمدي وويل چې دې دوو کسانو له ځانمرګو سره مرسته کوله.

هغه وويل چې په دغو عملياتو کې له نيول شوو کسانو دوه ميله کلاشينکوف او يو ميل ار پي جي اوه راکټ هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.