کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د کرکټ ١٩ کلنو ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې د هندوستان يوې سيمه ييزې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د اړيکو مسوول فريد هوتک د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا يوه ورځنۍ لوبه پرون د چينايي ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه، د دې لوبې پچه افغان نولس کلنو وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې د چينايي ځايي لوبډلې په ٣١ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٠٣ منډې جوړې کړې.
د افغان نولس کلنو له لوري ظاهر پکتین دوه، نوین الحق، یوسف، طارق ستانکزي او عمران يو يو لوبغاړی وسوځول.
هوتک وايي چې د چېنايي په لوبډله کې د هندوستان د غوره ليګ (اى پي اېل) پياوړي لوبغاړي سچن بي بي، سانجو سامسون او روهن هم لوبېدل.
د نوموړي په وينا، افغان نولس کلنې لوبډلې وکولی شوای چې ياد هدف په يوويشتم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه وګټي.
د افغانستان له لوري طارق ستانکزي ۴۷ ناسوځېدلې، دروېش ۳۰ او پروېز ملکزي ۲۴ منډې جوړې کړې .
د يادونې ده، افغان نولس کلنې لوبـډلې د هند په چينايي ښار کې په ۱۵ ورځني تمريناتي کمپ کې بوخت ده چې تر دې مهال يې څلورو پياړو کلبونو سره لوبې کړې او ټولې يې ګټلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن