د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د درزاب اوسېدونکي : دولتي ځواکونو ولسي خلک په نښه کړي

د درزاب اوسېدونکي : دولتي ځواکونو ولسي خلک په نښه کړي

Jul 11, 2017 - 18:22

 شبرغان(پژواک،٢٠چنګاښ٩٦): د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د وروستيو نښتو د قربانيانو او ټپيانو د کورنيو يوشمېر غړي ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو،داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې د امنيتي ځواکونو پر ډزو  يې خپلوانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو  د جوزجان مرستيال والي وويل چې وسله والو مخالفينو په درزاب ولسوالۍ کې عام خلک سپر ګرځولي او دا کار له امکانه لرې نه دى چې هغوى د دې جګړې قرباني شوي وي.

د درزاب ولسوالۍ د بتو کلي اوسېدونکى غوث الدين چې د کورنۍ درې غړي يې له لاسه ورکړي وويل:" جګړه داعش پيل کړه؛ خو موږ او زموږ کورنۍ د دولت تر ظلم لاندې راغلو، د امنيتي ځواکونو له خوا زما د کورنۍ درې غړي ووژل شول."

غوث الدين زياته کړه چې "په بتو کلي کې، زه شاهد وم چې د ملي اردو ځواکونو يو کم عمره ماشوم او يو ښوونکى په نښه کړل او زما د کورنۍ د درې غړو په شمول ، زموږ په کلي کې ٨ کسان ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول، چې ټول د امنيتي ځواکونو تر  ډزو لاندې نيول شوي."

 د درزاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي، محمد طاهر چې زوى يې د داعشيانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ټپي شوى وويل، کله يې چې وغوښتل له سيمې څخه وتښتي، د ځمکې او هوا له لارې تر بريد لاندې ونيول شو او په داسې حالت کې د ډېرو لپاره ستونزمنه وه چې توپير وکړي   څوک ډزې ورباندې کوي.

هغه زياته کړه: "چورلکې هم د دوى له پاسه ګرځېدې او پر داعشيانو يې بريدونه کول، داعشيانو او دولتي ځواکونو هم يو پر بل ډزې کولې او کله مې چې زوى په مرمۍ ولګېد، نور ونه توانېدم  پوه شم چې په چاپير کې مې وضعيت څه ډول دى."

هغه زياته کړه چې په ډېر مشکل سره له دې وضعيت څخه راووت او زوى يې د شبرغان ښار ولايتي روغتون ته ورساوه .  

د جوزجان مرستيال والي انجنير عبدالرحمن د درزاب ولسوالۍ د اوسېدونکو د ادعاوو په اړه وويل چې دغه کار له واقعيت څخه لرې نه دى چې عام خلک دې د امنيتي ځواکونو پر مرمريو لګېدلي وي.

هغه زياته کړه" دا چې ددولت وسله وال مخالفين د خلکو په کورونو کې ځاى پرځاى شوي ، هغوى يې د ځان لپاره سپر ګرځولي او په داسې حال کې له امکان څخه لرې نه ده چې که د امنيتي ځواکونو پر مرمۍ لګېدلې وي ، خو دا قصدي کار  هم نه دى، بلکې د تصادف پر بنسټ شوى شوى."

د درزاب ولسوالۍ سرپرست، بازمحمد داور تاييد کړه چې د امنيتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې د دې ولسوالۍ١٣ اوسېدونکي وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دې نښتو له امله په درزاب ولسوالۍ له مختلفو کليو څخه زر کورنۍ د شبرغان ښار، دشت ليلې او غرنيو سيمو ته کډه شوې دي.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست وويل چې دغه کورنۍ د خوړو، څښاک اوبو او د ژوند د اړتيا د لومړنيو نورو توکو له کمښت سره مخ دي.

په درزاب ولسوالۍ کې  له  کوچني اختر څخه يوه اوونۍ مخکې د امنيتي ځواکونو، داعشيانو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې، د جګړې د دواړو غاړو په لسګونو کسان وژل شوي او يوشمېر  ولسي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوس په دې سيمه کې امنيت خوندي دى او امنيتي ځواکونه د خپلو امنيتي پوستو پر ټينګولو لګيا دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement