پلخمري (پژواک، ٢۱ چنګاښ ٩٦): د بغلان ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولايت ښاروالۍ هڅه کوي چې د پلخمري ښار يوازېنى تفريحي پارک په يوه سوداګريز مارکېټ بدل کړي.
د قهوه خانې بڼ، په دغه ولايت کې يوازېنى تفريحي پارک او زرغونه ساحه ده چې يوه برخه يې د ښاروالۍ له لوري د مېوې مارکېټ او بله سيمه يې اوسمهال د معتادينو لپاره يوه امنه سيمه ده.
د بغلان يو شمېر اوسېدونکي چې په پلخمري ښار کې سره راټول شوي وو، له ښاروالۍ یې شکايت وکړ او ويې ويل، ياده اداره هڅه کوي چې د دغه بڼ پاتې برخه چې خلک ترې د تفريح په موخه ګټه اخلي، سوداګريز مارکېټ ته ځانګړې کړي.
يو شمېر باخبره سرچينې وايي چې په دې وروستيو کې د پلخمري ښاروالۍ د تفريحي پارک د دې ساحې وېش په اړه له هټۍ والو سره لاسليک کړى دى.
د پلخمري اوسېدونکي داود رحيمي وويل: "پلخمري کې يو نيم زرغون باغ لرو چې ډېره برخه يې پوډريانو نیولې، دا کمه برخه يې چې پاتې ده، که چېرې يې په دوکانونو بدله کړي نو پلخمري به پر يوې جزيرې بدل شي."
د پلخمري ښار يوه بل اوسېدونکي حبيب الله خالقي وويل، په نورو هېوادونو کې د تفريحي پارکونو جوړولو لپاره دوکانونه او کورونه ورانوي، خو په افغانستان يې د خپلو شخصي ګټو لپاره تفريحي پارکونه په سوداګريزو مارکېټونو بدلوي."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په پلخمري ښار کې د "قهوه خانې" يوازېنى بڼ شتون لري، وويل: "له چارواکو هيله کوو چې ډېر پارکونه جوړ کړي او د ړنګولو لپاره يې هېڅکله هم ګام پورته نه کړي."
د بغلان ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې مشر نورالله اميني، هټۍ والو ته د يادې سيمې د وېش په اړه بې خبري څرګنده کړه او ويې ويل: "هر هغه عمل چې له امله يې چاپېريال ته زيان اوړي او يا څه ړنګ شي؛ موږ به يې په اړه د قانون په چوکاټ کې ګام پورته کړو. د قهوه خانې په بڼ کې د مارکېټ جوړول په څرګند ډول د زرغونې سيمې د نړولو په معنا دي، که چېرې ښاروال او يا بل هر څوک په دې اړه ګام پورته کړي، موږ به له اصولو سره سم عمل وکړو او څوک به د زرغونې سيمې غصب او نړېدو ته پرې نه ږدو."
خو د پلخمري ښاروال په دې اړه خبرو کولو ته چمتو نه شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن