ايبک (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦) د سمنګان ولايت د مستوفيت عوايد د روان مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٨٨.١ میلیون افغانيو ته رسېدلي چې د تېر کال د ورته نېټې په پرتله ١٨ سلنه زياتوالى ښيي.
د سمنګانو د مستوفيت د عوايدو امر د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ماليې وزارت د دغه ولايت د مالي کال د شپږو مياشتو د عوايدو لپاره ٨٦ عشاريه دوه ميليونه افغانۍ هدف ټاکلى و.
هغه وويل چې د تېر مالي کال په شپږو مياشتو (د مرغومي له پيل د غبرګولي تر پايه) د دغه ولايت د مستوفيت عوايد شاوخوا ٧٥ ميليونه افغانيو ته رسېدلي وو.
هغه د قانون د غوره پلي کېدو په برخه کې د مامورينو ډېرې هڅې د عوايدو د ډېرښت لامل وبللې او ویې ويل چې دغه عوايد د اصنافو د مالياتو له ټولونې، دولتي ځمکو او کورونو له کرايې او نورو نه ترلاسه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ماليې وزارت د روان مالي کال د عوايدو لپاره ١٧٢.٤ ميليونه افغانۍ هدف ټاکلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن