ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر پل سوخته لاندې چاودنه د ګازډبې له امله وه

تر پل سوخته لاندې چاودنه د ګازډبې له امله وه

author avatar
12 Jul 2017 - 12:58
تر پل سوخته لاندې چاودنه د ګازډبې له امله وه
author avatar
12 Jul 2017 - 12:58

کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د پوليسو لومړنۍ پلټنې ښيي چې د کابل ښار په "پل سوخته" سيمه کې په نشه د روږدو کسانو د راټولېدو په سيمه کې چاودنه چې له امله يې ٤ کسان وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان وو، د ګاز ډبې د چاودېدو له امله وه.

دغه چاودنه د چنګاښ په ١٩مه د شپې  مهال د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند تر پل سوخته لاندې رامنځ ته شوې وه.

د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغه چاودنه د ګازډبې د چاودېدو له امله وه چې روږدو کسانو ترې استفاه کوله.

خو نوموړي وويل چې د دې چاودنې څرنګوالى د پوليسو تر لا ډېرو پلټنو لاندې دى او د څېړنې پايلې به د نن ورځې تر پاى پورې له رسنيو سره شريکې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه په وينا، دوو تنو روږدو  سيمې ته د پېښې د پلټنې په موخه ورغلي پلاوي ته ويلي چې چاودنه د لاسي بم په وسيله رامنځ ته شوې ده.

د مجاهد په وينا، په دې پېښه کې څلور کسان چې روږدي وو وژل شوي خو تر اوسه يې هويت نه دى معلوم شوى او ٣٥ نور ټپيان دي.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دې پېښې ډېرى ټپيان له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.