ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په فراه کې اووه مسافر وژلي

طالبانو په فراه کې اووه مسافر وژلي

author avatar
12 Jul 2017 - 16:01
طالبانو په فراه کې اووه مسافر وژلي
author avatar
12 Jul 2017 - 16:01

فراه(پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): وسله والو طالبانو د فراه ولايت مرکز کې له مسافر وړونکو موټرو د ١٦ ښکته کړو کسانو له ډلې اووه کسان وژلي دي.

د فراه ولايتي شورا مشرې جميلې اميني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ياد شپاړس کسان تېره ورځ د ولايت د مرکز په شمالګاه سيمه کې له ٣٠٣ مسافر وړونکي موټره ښکته کړي وو.

د نوموړي په خبره، طالبانو له يادو شپاړسو کسانو اووه کسان پر ډزو وژلي او د ٩ نورو برخليک لا هم ناڅرګند دى.

 

خو د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل چې طالبانو اووه مسافر له موټره ښکته کړي چې درې کسان يې په عمومي واټ او څلور يې فراه ښار ته څېرمه شمالګاه کلي وژلي دي.

 

د هغه په خبره، ياد اووه کسان د فراه ولايت اوسېدونکي او ملکيان دي چې مړي يې د فراه ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يوه وژل شوي سيد احمد خوريې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ماما يې درې کاله وړاندې له سيمه ييزو پوليسو سره دنده درلوده، خو وروسته يې فراه ښار کې دوکان جوړ کړ او له دولت سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده.

يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط وويل چې دا اووه کسان د مولاداد په نوم يوه طالبان قوماندان له خوا وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې مولالا داد د فراه امنيې قوماندانۍ افسر و، خو شاوخوا اته مياشتې وړاندې له طالبانو سره يو ځاى شو.

خو وسله وال طالبان وايي چې وژل شوي کسان دولتي کارکوونکي دي چې ځينو يې په نظامي ارګانونو کې هم دنده درلوده.

د طالبانو دغه سرچينه د جزئياتو له ورکړې پرته وايي چې طالبانو څو نور کسان په فراه کې له لارې را ښکته کړي وو چې اوس ورسره بنديان دي، له څېړنو وروسته به يې په اړه تصميم ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.