ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنرال دوستم دفتر د امريکا د سرپرست سفير د وروستيو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود

د جنرال دوستم دفتر د امريکا د سرپرست سفير د وروستيو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود

author avatar
13 Jul 2017 - 15:13
د جنرال دوستم دفتر د امريکا د سرپرست سفير د وروستيو څرګندونو پر وړاندې غبرګون وښود
author avatar
13 Jul 2017 - 15:13

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦):د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر پر جنرال دوستم د لګېدلو تورونو د دوسيې په اړه په کابل کې د امريکا د سفارت د سرپرست څرګندونو پر وړاندې غبرګون ښودلى او وايي چې په داسې مواردو کې د بهرنيو ډيپلوماټانو غير مسوولانه څرګندونې د افغانستان د خلکو د اندېښنو لامل ګرځي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشر د لومړي مرستيال له دفتر څخه خپره شوې ده،  راغلي چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په اړه د نا مسوولانه څرګندونو مطبوعاتي کنفرانسونه او غونډې ترسره شوې چې په ټولنه کې يې غبرګونونه رامنځ ته کړي چې د غور وړ دي.

سرچينې زياتوي چې د هېواد ولسمشر د روانې چنګاښ مياشتې په ٢١مه دوست او ورور هېواد ترکيې ته د ولسمشر د لومړي مرستيال سفر ته په اشارې سره ويلي چې دغه سفر دلويې څارنوالي اجازه ترسره شوى چې دغه موضوع حقيقت نه لري او د افغانستان د اساسي قانون له مخې لوى څارنوالى دا واک نه لري.

د افغانستان لوى څارنوال پرون اعلان وکړ چې د جنرال دوستم او احمد ايشچي د قضيې په اړه د دې ادارې څېړنې بشپړې شوې او دغه قضيه په دې وروستيو کې د لا نورو څېړنو په موخه  سترې محکمې ته استول شوې ده.

اما د ولسمشر د لومړي مرستيال د دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې د مطرح شوې قضيې د روښانه کېدو لپاره د مدعي د ادعاوو له مخې د ولسمشر د لومړي مرستيال له يو شمېر سرتېرو څخه د پوښتنو په اړه همکاري شوې ده چې دغه موضوع په څارنوالۍ کې تر پلټنو لاندې نيول شوې او محکمې ته سپارل شوې ده چې د ولسمشر له لومړي مرستيال سره هېڅ تړاو نه لري.

دغه راز د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر د امريکا سفارت د سرپرست د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون په ډاګه کړ او ويلي يې دي چې افغانستان خپلواک عدلي او قضايي ارګانونه لري او د هېواد په منل شوو قوانينو کې دغه موضوع پوره روښانه شوې ده .

سرچينه وايي: "په داډول مواردو کې د بهرنيو ډيپلوماتانو غير مسوولانه څرګندونې د افغانستان د خلکو د اندېښنو لامل ګرځي او ډاډه يو چې امريکا هېڅ ډلې او قوم ته پر نورو ډلو او قومونو غوره والى نه ورکوي او په داسې وخت غوره ده چې د هېواد سترو ملي ګټې په پام کې ونيول شي.د حذف ناسم سياست تعقيب نه زموږ د هېواد په ګټه دى او نه د نړيوالو دوستانو په ګټه دى."

د ولسمشر د لومړي مرستيال دفتر ټينګار کوي چې د هېواد حساسو شرايطو او د نړيوالې ټولنې د وروستيو اندېښنو لرې کېدل په پام کې نيولو سره دا ايجابوي چې د داډول څنګ زنو مسايلو ته د مخه کولو پرځاى دې د حکومتدارۍ څرنګوالي کې د اصلاحاتو راوستلو  او د قانون د حاکميت د پياوړتيا په لړ کې ارزښتمن عملي ګامونه او اقدامات ترسره شي،  څو د افغانستان د خلکو او نړيوالو دوستانو قناعت ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امريکا سرپرست سفير، هوګولارنس (Hugo Llorens) هم ويلي چې د امريکا دولت، نړيواله ټولنه او د افغانستان خلک د دوستم د دوسيې په اړه د څېړنو  له تر سره کېدو ملاتړ کوي.

دغه راز اروپايي ټولنه، په افغانستان کې ددغې ټولنې غړو هېوادونو او ناروې نن په يوه اعلاميه کې ويلي اروپايي ټولنه، په افغانستان کې ددغې ټولنې غړي هېوادونه او ناروې،  غواړي چې د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال دوستم د بشري حقونو نه د سرغړونې او له واک نه د ناوړه ګټه اخيستنې تورونه دې پر يوه عادلانه محکمه کې چې قانون پړاوونه يې بشپړ کړي او له معافيت نه پاکه وي، پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.