ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: جرمني دې په هلمند کې د لیتیمو کانونه وڅېړي

ولسمشر غني: جرمني دې په هلمند کې د لیتیمو کانونه وڅېړي

author avatar
13 Jul 2017 - 17:14
ولسمشر غني: جرمني دې په هلمند کې د لیتیمو کانونه وڅېړي
author avatar
13 Jul 2017 - 17:14

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني د جرمني ولسمشر ته وړانديز کړی چې د دغه هېواد د موټر جوړولو کمپنۍ دې د هلمند ولايت د ليتيمو د کانونو په اړه څېړنه وکړي، څو ترې د موټر جوړولو په صنعت کې استفاده وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن غرمه په ارګ کې د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پيل کې ولسمشر غني د جرمني جمهور رئیس ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان ته د سفر په خاطر یې ورڅخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان او جرمني ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او خوښ یو چې د جرمني او افغانستان تر منځ مو د اړیکو سل کلنه کلیزه ونمانځله، هیله ده دا اړیکې لا زیاتې ژورې او پراخې شي.

نوموړي په کابل کې د جرمني سفارت ته په نږدې برید د خواشینۍ د څرګندونې تر څنګ وویل، دولت ته د ډيپلوماتانو او ډيپلوماتیکو ځایونو امنیت ساتل لومړیتوب لري.

د کابل په زنبق څلورلاره کې د جرمني سفارت ته څېرمه د غبرګولي د لسمې په ځانمرګي خونړي بريد کې چې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر په واسطه ترسره شو، لږ تر لږه ١٥٠ کسان په کې ووژل شول او تر ٣٥٠ ډېر ژوبل شول. په دې پېښه کې لسګونو دولتي او غير دولتي ودانيو ته زيان واوښت.

هغه په افغانستان کې د جرمني سرتېرو قربانۍ وستایلې او د وارسا او بروکسل په کنفرانس کې یې له افغانستان سره د جرمني د مرستو او د دغه هېواد د سرتېرو د اوسني ماموریت، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته او همکاري کوي، قدرداني وکړه.

د جرمني جمهور رئیس فرانک والټر شتاین‌مایر افغانستان ته په خپل سفر او دلته په تاوده هرکلي او مېلمه پالنې خوښي وښوده، وې ویل، لومړی مزارشریف ښار ته د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره ورغى چې تروریزم سره په مبارزه کې له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: "دغو سرتېرو راته وویل چې د افغانستان وسله‌وال پوځ تر پخوا زیات غښتلی او منظم شوی دی او د دوی د لا غښتلتیا او د وړتیاوو د زیاتولو په خاطر ورسره همکاریو ته دوام ورکوو."

نوموړي د ډیپلوماتانو امنیت ته د افغانستان حکومت له پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، د جرمني دیپلوماتیک فعالیتونه او چارې به په نورماله توګه دوام کوي.

ورپسې ولسمشر غني تروریزم د سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله، وې ویل، دا مهال د تروریزم د فعالیت بڼه او ماهیت بدل شوی دی او له هغه سره مبارزه نړيواله اجماع او ګډه مبارزه غواړي.

هغه د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې راغلو اصلاحاتو ته په اشارې وویل: "دفاع وزارت کې زیات اصلاحات راغلي دي او لا هم دوام لري، اوس مو زیات تمرکز په کورنیو چارو وزارت دی چې دواړه وزارتونه غیر سیاسي او مسلکي شي، دفاع وزارت کې رهبري نوي نسل ته چې غیرسیاسي دی، سپارل شوې ده."

ده وویل، څلورکلن امنیتي پلان چمتو شوی دی چې د نړيوالو شریکانو سره په ګډې همکارۍ تر پلې کېدو وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا لا زیاته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.