د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: جرمني دې په هلمند کې د لیتیمو کانونه وڅېړي

ولسمشر غني: جرمني دې په هلمند کې د لیتیمو کانونه وڅېړي

Jul 13, 2017 - 17:14

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني د جرمني ولسمشر ته وړانديز کړی چې د دغه هېواد د موټر جوړولو کمپنۍ دې د هلمند ولايت د ليتيمو د کانونو په اړه څېړنه وکړي، څو ترې د موټر جوړولو په صنعت کې استفاده وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن غرمه په ارګ کې د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پيل کې ولسمشر غني د جرمني جمهور رئیس ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان ته د سفر په خاطر یې ورڅخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان او جرمني ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او خوښ یو چې د جرمني او افغانستان تر منځ مو د اړیکو سل کلنه کلیزه ونمانځله، هیله ده دا اړیکې لا زیاتې ژورې او پراخې شي.

نوموړي په کابل کې د جرمني سفارت ته په نږدې برید د خواشینۍ د څرګندونې تر څنګ وویل، دولت ته د ډيپلوماتانو او ډيپلوماتیکو ځایونو امنیت ساتل لومړیتوب لري.

د کابل په زنبق څلورلاره کې د جرمني سفارت ته څېرمه د غبرګولي د لسمې په ځانمرګي خونړي بريد کې چې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر په واسطه ترسره شو، لږ تر لږه ١٥٠ کسان په کې ووژل شول او تر ٣٥٠ ډېر ژوبل شول. په دې پېښه کې لسګونو دولتي او غير دولتي ودانيو ته زيان واوښت.

هغه په افغانستان کې د جرمني سرتېرو قربانۍ وستایلې او د وارسا او بروکسل په کنفرانس کې یې له افغانستان سره د جرمني د مرستو او د دغه هېواد د سرتېرو د اوسني ماموریت، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته او همکاري کوي، قدرداني وکړه.

د جرمني جمهور رئیس فرانک والټر شتاین‌مایر افغانستان ته په خپل سفر او دلته په تاوده هرکلي او مېلمه پالنې خوښي وښوده، وې ویل، لومړی مزارشریف ښار ته د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره ورغى چې تروریزم سره په مبارزه کې له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: "دغو سرتېرو راته وویل چې د افغانستان وسله‌وال پوځ تر پخوا زیات غښتلی او منظم شوی دی او د دوی د لا غښتلتیا او د وړتیاوو د زیاتولو په خاطر ورسره همکاریو ته دوام ورکوو."

نوموړي د ډیپلوماتانو امنیت ته د افغانستان حکومت له پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، د جرمني دیپلوماتیک فعالیتونه او چارې به په نورماله توګه دوام کوي.

ورپسې ولسمشر غني تروریزم د سیمې او د نړۍ هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله، وې ویل، دا مهال د تروریزم د فعالیت بڼه او ماهیت بدل شوی دی او له هغه سره مبارزه نړيواله اجماع او ګډه مبارزه غواړي.

هغه د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې راغلو اصلاحاتو ته په اشارې وویل: "دفاع وزارت کې زیات اصلاحات راغلي دي او لا هم دوام لري، اوس مو زیات تمرکز په کورنیو چارو وزارت دی چې دواړه وزارتونه غیر سیاسي او مسلکي شي، دفاع وزارت کې رهبري نوي نسل ته چې غیرسیاسي دی، سپارل شوې ده."

ده وویل، څلورکلن امنیتي پلان چمتو شوی دی چې د نړيوالو شریکانو سره په ګډې همکارۍ تر پلې کېدو وروسته به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا لا زیاته شي.

همدارنګه دواړو غاړو په راتلونکو ټاکنو هم بحث وکړ. غني وویل، ټاکنې زموږ لپاره خورا مهمې دي او د ټاکنو کمېسیون د پارلماني ټاکنو د کېدو نېټه اعلان کړې ده.

هغه په دې برخه کې د نړيوالو شریکانو او په ځانګړي ډول د جرمني له مرستو څخه په مننې، هیله وښوده چې دغه ټاکنې به پرته له کومې مداخلې رڼې او په ارامه فضا کې وشي.

جمهور رئیس غني د کابل پروسې او د سولې د عالي شورا فعالیتونو ته په اشارې وویل، حکومت سولې ته ژمن دی او له حزب اسلامي سره د سولې موافقت‌نامې وښوده چې بین الافغاني مذاکرات نتیجه ورکوي او دغه موافقت‌نامه به عملي کېږي.

دغه راز ده وویل، زموږ لومړیتوب دا دی چې اول له پاکستان سره سوله وکړو، بیا طالبانو سره؛ ځکه طالبان واحده رهبري نه لري.

هغه زیاته کړه، سوله په دوه ډوله ده، یوه ټولنیزه سوله ده چې کلي په کلي د خلکو ترمنځ سولې ته کار وشي او بله سیاسي سوله ده. ده ټینګار وکړ چې طالبان د سولې لپاره کم فرصت لري، باید ژر تصمیم ونیسي.

غني د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه د افغانستان موقعیت او د ترانزیټي لارو پرانیستو ته په اشارې وویل، افغانستان اوس د اقتصاد او سوداګرۍ له پلوه منځنۍ اسیا سره د وچې بندرونو او رېل پټلۍ له لارې تړل شوی دی او د هند او چین سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا سره د افغانستان اقتصاد ښه لوري ته روان دی چې دا به په ټولې سیمې مثبته اغیز وکړي.

نوموړي د افغانستان کاني زېرمې د هېواد په اقتصادي وده کې مهمې وبللې او په ځانګړي ډول یې په جنوبي ولایتونو کې د لیتیمو کانونو ته په اشارې وویل، د هېواد تر ځمکې لاندې زېرمې سم مدیریت غواړي او د هلمند ولایت د لیتیمو کیفیت ډېر لوړ دی چې د موټر جوړولو په صنعت کې ورنه سمه استفاده کېدای شي.

ولسمشر غني وړاندیز وکړ چې د جرمني د موټر جوړولو کمپنۍ دې په دغه برخه کې څېړنې وکړي چې څنګه له دغو کانونو څخه د موټر جوړولو په صنعت کې استفاده کولی شي؟

ورپسې د جرمني جمهور رئیس وویل، هېواد یې په افغانستان کې د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ډاډ یې ورکړ، چې په دې به غور وکړي چې د جرمني د موټرو جوړولو کمپنۍ د لیتیمو له کانونو څخه د استفادې په برخه کې له افغانستان سره څنګه همکارۍ کولای شي.

په پای کې جمهور رئیس غني یو وار بیا افغانستان سره د جرمنی له مرستو او همکاریو په مننې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement