چاريکار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦) : د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه کاروان چاودنه شوې ده.
په پروان ولايت کې د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چاودنه تېره شپه په څه کم لسو بجو وشوه .
هغه زياته کړه، د بهرنيو ځواکونو يو کاروان د بګرام ولسوالۍ له ترکمان سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و چې د سړک د غاړې ماين چاودنه پرې وشوه.
د نوموړي په وينا، تر چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو سيمه کلا بنده کړه، نو ځکه يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
دغه چاودنه ډېره زوروره وه او لس کيلو متره لرې په چاريکار ښار کې يې هم غږ اورېدل شوى دى.
د ترکمان سيمې يو تن اوسېدونکي ملک تراب خان پژواک اژانس ته وويل، د چاودنې له امله د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوي او د چاودنې له ځاى سره نږدې د انګورو يو باغ ته هم زيان اوښتى دى.
نوموړي هم د بهرنيانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر چاودنه مني، خو وايي چې هېڅ ډول مالي او ځاني زيان يې نه درلود.
خو طالبانو ادعا کړې چې په دې چاودنه کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
د يادونې ده چې د پروان ولايت په بګرام سيمه کې د امريکايي او نورو ايتلافي ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه هم موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن