ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ښځو د وژنو پېښې ډېرې شوې دي

تخار کې د ښځو د وژنو پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
15 Jul 2017 - 17:38
تخار کې د ښځو د وژنو پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
15 Jul 2017 - 17:38

تالقان (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): د تخار د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ښځو د وژنو پېښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي.

د دغې ادارې رییسې رزم ارا حواش، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه وژل شوې مېرمنې، لومړی تښتول شوي او بیا وژل شوې دي.

هغې زياته کړه: ((له یوې اوونۍ راهیسې ۵ مېرمنې وژل شوې دي، تېر کال ټول کال څلور مېرمنې وژل شوې وې. د دغو پنځو مېرمنو د وژنې عاملین تر اوسه نه دي نیول شوي. تېر کال ۳۹۵ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال چې دا دی د کال څلورمه میاشت ده، په ښځو د تاوتریخوالي ۸۴ پېښې ثبت شوې دي.))

نوموړې، نامسووله وسله وال د دغه  ډول پېښو اصلي عاملین بولي او پولیس یې هم په نیولو بې وس بولي.

د تخار د ښځو حقونو یو شمېر مدافعین هم وايي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په ځانګړې توګه د ښځو د وژلو پېښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي.

د تخار د ولایتي شورا پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله سیمین حسیني پژواک خبري اژانس ته وويل، په ښځو د تاوتریخوالي کوونکو نه نیول کېدل، په ښځو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې ده.

هغه، عدلي او قضايي او امنیتي ارګانونه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کوونکي په نه مجازات او په دې برخه کې په بې پامۍ تورنوي.

نوموړې زیاتوي: ((تر هغه چې قانون پلی نه شي. امنیتي ارګانونه ښځو سره تاوتریخوالي کوونکي و نه نیسي او هغوی محاکمه نه کړي، ورته پېښې به دوام لري. زه وایم چې پولیس په دې برخه کې سست عمل کوي او په ډېرو مواردو کې د عامل د نیولو توان او اراده نه لري.))

دا وايي، که پولیس په ښځو تاوتریخوالی کوونکي ونه نیسي، کېدای شي دغه شمېر د کال په تېرېدو سره زیات شي او نور عاملین هم د قانون په وړاندې معافیت تر لاسه کړي.

له بله پلوه بیا د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر  پژواک خبري اژانس ته وويل، په ښځو د تاوتریخوالي پېژندل شوي عاملین د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د ده په وينا، لا تر اوسه روښانه نه ده چې سږکال د ښځو د وژنې عاملین نامسووله وسله وال دي که نه نور کسان.

دی زياتوي: ((پولیس تل هڅه کوي چې د پېښو عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. هغه کسان چې پېژندل شوي وي، حتما نیول کېږي، پولیس لاهم هڅه کوي چې سږ کال د ښځو د وژنو عاملین وپېژني او ویې نیسي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.