کندوز(پژواک، ٢٤چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي چې پر کندوز ښار د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله يو ښوونځى او څو کورونه په تېروتنې سره بمبار او ويجاړ شوي دي.
د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار بهرنيو ځواکونو په تېروتنه د کندوز ښار خواجه مشهد ښوونځى بمبار کړى دى.
هغه زياته کړه :" د بهرنيو ځواکونو اصلي موخه، د خواجه غلطان ښوونځى و چې د ودانۍ تر شا يې طالبان ځاى پر ځاى وو؛ خو د ناسمو کورديناتو له امله، بهرنيو ځواکونو خواجه مشهد ښوونځى بمبار کړ چې په پايله کې دا ښوونځى ويجاړ شوى؛ خو ځاني مرګ ژوبله يې نه ده اړولې."
په همدې تړاو د خواجه مشهد ښوونځي مدير حشمت الله صديقي وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ٤ بجې رامنځ ته شوې او د ښوونځي يوه برخه يې ويجاړه کړې ده.
نوموړي زياته کړه :" دې بريد زيانونه اړولي، له بل پلوه يې د زده کوونکو پر روحيه منفي اغېز کړى او هغه کورونه چې ښوونځي ته نږدې واقع دي هم زيانمن شوي دي."
د کندوز اوسېدونکو هم د بهرنيو ځواکونو د ياد بريد په اړه غبرګون ښودلى دى.
د خواجه مشهد سيمې اوسېدونکي امرالدين وويل :" موږ سخت اندېښمن يوو چې چارواکي ولې د استوګنې سيمې بمباروي او دا ښيي چې خلک ان کورونو کې هم خوندي نه دي."
د کندوز ښار اوسېدونکي حاجي رحيم الله هم د کندوز ښار پر امنيتي وضعيت نيوکه وکړه ويې ويل چې دولت دې زده کوونکو ته امنيت خوندي کړي ؛ څو هغوى په ارام ذهن خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو د جرګې نننۍ غونډه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري پر ښوونځي د بريد په تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه.
په ولسي جرګه کې د کندوز خلکو استازې شکريه پيکان د جرګې نننۍ غونډه کې د خواجه مشهد پر ښوونځي هوايي بريد ته اشاره وکړه ويې ويل :" د کندوز اوسېدونکي تباه شول کله د دولت وسله والو مخالفينو او کله هم د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له لوري هدف ګرځول کېږي؛ تر څه وخته خلک هره ورځ قرباني ورکړي."
نوموړې زياته کړه، بايد جوته شي چې دا ښوونځى د چا له خوا هدف ګرځول شوى ؛ ځکه دا ښوونځى د ښار تر ټولو امن سيمه کې موقعيت لري.
ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې فاطمه عزيز هم د دې پېښې په تړاو د پلټنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې نور بايد د کندوز ښاريان په بېلابېلو نومونو قرباني نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن