کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٦): له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د ملي دفاع وزارت اته لوړ پوړي چارواکي چې درې جنرالان هم په کې دي، د جعل، فريب، درغلۍ او له وظيفوي واک نه د ناوړې ګټه اخيستنې په تور نيول شوي دي.
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان په کابل کې نيول شوي دي.
هغه وويل چې نيول شوو کسانو د څه باندې يو ميليون او ٨٤زره لېتره ډېزلو په غلا کې چې ارزښت يې شاوخوا يو ميليون ډالره کېږي، د دوه ميليونه او ٤٤٦زره افغانيو او د برېښنا د دوو جنراتورونو په اختلاس کې لاس درلود.
د سرچينې په خبره، قضيه لا له وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ له لوري تر څېړنې لاندې وه او په لومړيو کې يو کس تورن و، خو وروسته نور کسان هم ونيول شول چې اوسمهال يې شمېره اته کسان کېږي او درې يې جنرالان دي.
هغه وويل چې د تورنو دوسيې د لا نورو څېړنو لپاره د اداري فساد د درنو جرمونو د څېړني ځانګړې محکمې ته سپارل شوې دي.
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تېر کال چنګاښ مياشت کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو لکه واليانو، وزيرانو او د هغوى د مرستيالانو د اداري فساد د دوسيو د څېړنې په موخه جوړ شو.
له هغه وخت نه تر اوسه پورې يو شمېر دولتي چارواکي د اداري فساد په جرم ددغه مرکز د محکمې له لوري په زندان او نغدي جريمه محکوم شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن