کندهار (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۶): د کندهار د پوهنې رییس وايي، د پوهنې د بهیر د اصلاح او فساد د مخنیوي په موخه د مامورینو ارزونه پيل شوې ده.
دغه چاره د پوهنې وزارت اړوند د نظارت د رییس نجیب الله کامران په مشرۍ د پنځه کسیز پلاوي له خوا تر سره کېږي چې په وروستیو ورځو کې یې کندهار ته سفر کړی دی.
دغه پلاوی د کندهار د پوهنې بهیر څېړي، د کندهار د پوهنې د رییس په ګډون د ټولو مامورینو د کړنو نظارت کوي او څوک چې په فساد کې ښکېل وي څارنوالۍ ته به یې ورپېژني.
د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له مرکز څخه راغلی پلاوی د پوهنې په ریاست کې د فساد شته موارد څېړي او له ټولو مامورینو یې د هغوی د تېرو کړنو په اړه پوښتنې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړه، دغه پلاوي د هغه مخکني پلاوي په تعقیب کندهار ته سفر کړی چې څه موده مخکې د پوهنې وزارت د تدریسي مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري په مشرۍ دې ولایت ته راغلی وو.
پیوستون چې د یوې ازادې سیالۍ له لارې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کندهار د پوهنې د رییس په توګه ټاکل شوی و، د ۱۳۹۵ لمریز کال د وږي په میاشت کې د دې ولایت د پخواني والي ډاکټر محمد همایون عزیزي له خوا د دغه ریاست د تدریسي مرستیال محمد عوض نظري سره یو ځای په دې تور چې ګواکې په فساد کې ښکېل دي، له دندو لرې کړل شوی و.
نوموړي تر دې وروستیو پورې د پوهنې وزارت له خوا په کابل کې په خدمتي توګه دنده ترسره کوله چې کندهار ته د نوي والي زلمي ویسا له معرفي کېدو سره د وزارت د پرېکړې له مخې بېرته په خپله پخوانۍ دنده وټاکل شو.
دی په دې اړه وايي، پخوانی والي دی د خپلو شخصي اغراضو له مخې د ناقانونه اجراتو د ترسراوي په موخه د یوې لفظي شخړې په پایله کې لرې کړی و چې دغه کار وزارت ته هم د منلو نه و.
د پيوستون په خبره، اوس چې بېرته خپلې دندې ته راستون شوی نو هوډ یې کړی چې د پوهنې په بهیر کې به اصلاحات راولي او د ناقانونه مداخلو مخنیوی به کوي.
دی وايي: ((له ما څخه نیولې بېرته تر ما پورې به د ټولو مامورینو کړنې ارزول کېږي او د راغلي پلاوي د څېړنو په پایله کې به څرګنده شي چې فساد چېرې دی؟))
کامران وویل، د پوهنې د بهیر پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ناقانونه مداخلې دي چې ډېر مهال د زورواکو له خوا تر سره کېږي، خو هڅه یې دا ده چې معارف له دې حالت څخه وباسي.
نوموړي په یو شمېر ولسوالیو کې د خیالي ښوونځیو او ښوونکو د ستونزې د حل په اړه وویل، د پوهنې وزارت پلان لري چې په لومړي ګام کې کندهار ښار ته د نږدې ولسوالیو ډنډ، دامان، ارغنداب، ژېړۍ او پنجوايي د ښوونکو معاشونه د بانکي سیسټم له لارې ورکړي او په دویم ګام کې به د لرې ولسوالیو لپاره طرحه جوړېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن