محمودراقي (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست څلور کار کوونکي د ناوړه مالي استفادې په قضيه کې د لومړنۍ محکمې له خوا پر بند محکوم او ونيول شول.
د کاپيسا د ولايتي شورا مشر محمد حسين سنجني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه څلور کسان په ١٣٩٢ کال کې پر درغلي تورن وو.
هغه وويل چې دغه څلور کسان پرون د ياد ولايت د ابتدائيه محکمې له خوا پر سزا محکوم او نن د دغه ولايت په څارنوالۍ کې ونيول شول.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، لومړنۍ محکمې د ياد شوي ولايت د پوهنې ريات د تدارکاتو مديريت کار کوونکي غلام حضرت او مصطفى د تيلو په برخه کې د ٧٠٠زره افغانيو اختلاس په تور يو هر پر پنځه کاله او يوه مياشت تنفيذي بند محکوم کړي دي.
دغه راز د هغه په وينا، يادې محکمې د کاپيسا ولايت د پوهنې رياست کار کوونکي سردارخان او اقاشيرين د پوهنې د څارندوى جامو په برخه کې د اختلاس په تور، پر شپږ مياشتو تنفيذي بند سزا محکوم کړي دي.
سنجي په دې برخه کې د اختلاس پيسې مشخصې نه کړې.
د کاپيسا د پوهنې رييس محمد نسيم صافى د محکمې له حکم څخه خوښ نه دى.
صافي وويل چې د کاپيسا د پوهنې رياست دغه څلور کار کوونکو مدافع وکيل نه درلود، خو د استيناف په محکمه کې د هغو لپاره مدافع وکيل ټاکي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه او دغه راز د ياد شويو څلورو کسانو د قضيو د ځنډېدو په اړه د کاپيسا د لومړنۍ محکمې له چارواکو سره خبرې وکړي؛ له هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن