ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده

سمنګان ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده

author avatar
18 Jul 2017 - 19:38
سمنګان ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده
author avatar
18 Jul 2017 - 19:38

ايبک (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د سمنګانو ولايت سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت له زياتېدو څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې سږ کال د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې پر شا وخوا دوه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

 د سمنګانو د ولايتي شورا مرستيال حاجي رازمحمد، په هغه ناسته کې چې د "نشه يي توکي موږ د تباهۍ لوري ته بيايي، راځئ پر وړاندې يې ودريږو" تر نامه لاندې د نشه يي توکو پر وړاندې د ملي مبارزې اونۍ په مناسبت ترسره شوې وه، وويل: "له تېرو لسو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راټيټه شوې وه، خو سږکال د دغه ولايت په دره صوف پايين او دواب ولسواليو کې شا وخوا پر دوه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې بېوزلي او فقر د کوکنار د کرلو له عمده لاملونو ګڼل کېږي، زياته کړه، چې د کوکنارو کښت کچې د زياتېدو له امله له خلکو سره اندېښنې پيدا شوې دي.

 هغه وويل: "که چېرې دولت د دغه ولايت په ټولو سيمو کې امنيت ټينګ نه کړي، ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه کړي او بزګرانو ته د کوکنارو بدل کښت پيدا نه کړي نو موږ به په راتلونکي کې د کوکنارو د کښت کچې د زياتېدو شاهدان واوسو."

 د سمنګانو والي عبدالکريم خدام په دغو مراسمو کې وويل، چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه يوازې د د يوې دولتي ادارې دنده نه ده، بلکې د يوې ټولنې د ټولو قشرونو مسووليت دى.

 نوموړي د يادې پديدې پر وړاندې پر ټينګې مبارزې د ټينګار ترڅنګ زياته کړه، چې له نشه يي توکو ګټه اخيستل يوازې يوه شخص ته زيان نه اړوي، بلکې کورنۍ، روغتيايي، ټولنيزې، اقتصادي او امنيتي ستونزې هم رامنځته کوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې نړيوالې ټولنې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ملياردونه ډالره مرسته کړې، خو پر دې سربېره بيا هم د نشه يي توکو کچه لوړه شوې او افغانستان اوسمهال د نړۍ ٧٣ سلنه نشه يي توکي توليدوي.

 د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي، چې افغانستان کې د ٢٠٠١ زېږديز کال په پرتله د نشه يي توکو د کښت کچه ٢٥ سلنه لوړه شوې او په دغه موده کې په ترتيب سره په  ٢٠١٤، ٢٠١٣ او ٢٠١٦ کلونو کې ډېر کوکنار کرل شوي دي.

 د راپورونو پر بنسټ، افغانستان کې اوسمهال شا وخوا ٣،٦ مليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.