ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د داعش څلور وسله وال امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي

جوزجان کې د داعش څلور وسله وال امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي

author avatar
19 Jul 2017 - 20:10
جوزجان کې د داعش څلور وسله وال امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي
author avatar
19 Jul 2017 - 20:10

شبرغان (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د داعش ډلې څلور وسله وال له خپلو وسلو سره يوځاى پوليسو ته تسليم شوي دي.

دا کسان د قاري حکمت په ډلې پورې تړلي دي، چې ډېرى وخت يې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د دولت ضد فعاليتونه کول.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني وويل، ياد څلور کسان د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې له داعش ډلې يې سره يې پرېکون اعلان کړى او خپلې وسلې يې د دغه ولايت سيمه ييزو پوليسو ته سپارلې دي.

هغه زياته کړه، دوى له داعش ډلې سره شپږ مياشتې وړاندې يوځاى شوي و، چې تر ډېره يې په ياده ولسوالۍ کې د دولت ضد فعاليتونه کول چې دغه خلک د داعش ډلې د منفي کړنو له امله د هغوى له ليکو جلا او نن دا دى په قوش تپه ولسوالۍ کې له سيمه ييزو پوليسو سره يوځاى شول.

هغه زياته کړه: "ياد کسان د قاري حکمت ډلې کسانو له لوري د داعش ډلې ته جذب شوي وو، چې د هغه تر امر لاندې يې د دولت ضد فعاليتونه کول او قاري حکمت په جوزجان ولايت کې د داعش ډلې عمومي ډلمشر دى، چې د عامو  خلکو د قتل او د دوى د مالونو د چور امرونه صادروي."

د جوزجان د امنيه قوماندان په وينا، ياد کسان له څلور ميله وسلو او څلورو موټرسايکلونو سره يوځاى له دولت سره يوځاى شوي دي.

د يادو کسانو له ډلې يې علي احمد پژواک ته وويل: "د يادې ډلې منفي کړنو، زه دې وهڅولم چې له دوى واټن واخلم او داعشيانو به د شريعت په نوم پر خلکو نوي قوانين وضع کول او له دوى به يې غوښتنه کوله، چې تراويح لمونځ اته رکعته او روزه هم يواځې درې ورځې ونيسي."

د علي محمد په وينا، د خلکو وژل او ځورول يادې ډلې ته يو عادي کار ښکارېده، چې له همدې امله يې دغه ډله پرېښوده او له پوليسو سره يوځاى شول.

هغه وويل: "ما له کله راهيسې چې له يادې ډلې سره کار کړى، ډېرې  ترخې خاطرې ترې لرم، ځکه ليدل به مو چې د خلکو کورونه به يې سوځول او په بېلابېلو نومونو به يې خلک وژل چې له همدې امله مې نور دا ډول مسايل ونه زغملى شول او پرېکړه مې وکړه چې له دغو مسايلو بايد لرې شم."

دا په جوزجان کې لومړى ځل دى چې د داعش ډلې څلور کسيز ګروپ له يادې ډلې جلا او له دولت سره يوځاى کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.