ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک په درملتونونو کې له غیر مسلکي کسانو شکایت کوي

د غزني خلک په درملتونونو کې له غیر مسلکي کسانو شکایت کوي

author avatar
19 Jul 2017 - 14:05
د غزني خلک په درملتونونو کې له غیر مسلکي کسانو شکایت کوي
author avatar
19 Jul 2017 - 14:05

غزني ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ډېرو درملتونونو چارې د غير مسلکي کسانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې ډېرى وخت ناروغانو ته غلط او يا هم تاريخ تېر درمل ورکوي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمدرحيم د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې ورته يوه ناروغي پيدا شوه او په ښار کې یې يو ډاکتر ته مراجعه وکړه.

هغه وايي: ((ډاکتر نسخه راکړه، په ښار کې مې له يوې دواخانې دوا واخيسته، څو ورځې مې دوا وخوړه، جوړ نه شوم، دوا مې چې بل ډاکتر ته ښکاره کړه هغه راته وويل چې په نسخه کې بل شى دي او تاته يې بل شى درکړي دي.))

د نوموړي په وينا، د غزني ډېری درملتونونو کې يا د غير مسلکي کسان او يا هم ماشومان ناست دي.

عزت الله د غزني ښار بل اوسېدونکي دى چې د غلطو درملو له امله يې پلار خپل ژوند له لاسه ورکړى.

هغه پژواک ته وويل: ((پلار مې فشار درلود، ډاکتر نسخه راکړه دوا مې چې واخيسته نو د فشار پر ځاى يې د زړه دوا راکړې وه.))

د عزت الله په وينا، کله يې چې پلار دغه درمل وخوړل نو ځان يې وپړسېد چې وروسته یې له امله پلار وفات شو.

هغه ادعا وکړه چې په درملتونونو کې ناست ډېرى کسان پر نسخه نه پوهېږي او له ځانه خلکو درمل ته ورکوي.

د غزني يو شمېر نورو خلک هم ورته څرګندونې کوي.

په دغه ولايت کې د مدني ټولنې غړي محمد کاظم رسولي پژواک ته وويل چې دغه ستونزه د غزني ښار تر څنګ په ولسواليو کې هم ډېره جدي ده.

هغه وايي: ((په ولسواليو کې بېخي بېسواده په دواخانو کې ناست دي، هر څه چې یې زړه وشول، مريض ته يې ورکوي خوښه چې جوړ شو او کنه.))

ده ټينګار وکړ چې اړوند چارواکي بايد يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.