ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې له یوه موټره مهمات ترلاسه شوي

جوزجان کې له یوه موټره مهمات ترلاسه شوي

author avatar
19 Jul 2017 - 17:37
جوزجان کې له یوه موټره مهمات ترلاسه شوي
author avatar
19 Jul 2017 - 17:37

شبرغان (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د جوزجان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت پوليسو په يوه هينو ډوله موټر کې د راکټ ١٠٠ ځاى پر ځاى شوې مرمۍ کشف کړې اوپه تړاو يې دوه کسان نيولي دي.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه هغه کسان چې په ډېر مهارت سره يې د باميه په بوجيو کې د راکټ سل مرمۍ ځاى پر ځاى کړې وې او په هينو موټر کې يې د قيصار ولسوالۍ ته لېږدولې، د شبرغانو ښار د سلطانکوټ امنيتي کمربند کې د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: "دغو کسانو ياد مهمات پرون د کندوز ولايت له چهاردرې ولسوالۍ څخه بار کړي وو او په بغلان، سمنګان او بلخ ولايتونو کې د تلاشۍ له څو ځايونو څخه له تېرېدو وروسته د شبرغانو ښار په اړوند سيمه کې ونيول او يادو کسانو د لومړنيو اطلاعاتو پر بنسټ، ياد مهمات د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د جګړې په لومړيو ليکو کې وسله والو مخالفينو ته سپارل."

هغه وويل، که چېرې د ياد موټر مرمۍ د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلې واى، نو له شک پرته به یې په ډېرو جګړو او چاودنو ترې ګټه پورته کړې وه، چې له امله به يې په فارياب او جوزجان ولايتونو کې ډېرې امنيتي ستونزې رامنځته شوې وې.

د شبرغان ښار د پوليسو د درېيمې امنيتي حوزې امر څارمن خواجه صبور وويل: "له پخوا مو اطلاعات ترلاسه کړي وو چې د چک پاينټ په لګولو سره مو دغه موټر وپېژاند او پوښتنې مو ترې وکړې چې د دغه موټر د مهماتو په کشف کې خلکو له موږ سره ډېره مرسته وکړه چې په پايله کې مو فارياب ولايت ته د دغه موټر د راتلو مخنيوى وکړ."

هغه وويل، د يادې قضيې په تور د نيول شوو کسانو له ډلې يې يو موټر چلوونکى او بل د ياد موټر مالک دى چې د فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ ته يې د دغو مهماتو د لېږد مسووليت پر غاړه درلود.

د شبرغان ښار يوه اوسېدونکي نوراحمد حسن زاده د پوليسو دغه ګام وستايه او ويې ويل، د يادو ځواکونو د ښه فعاليت په پايله کې د شبرغانو ښار امنيت ټينګ شوى او پر دې سربېره د ټولنې هرکس مسووليت لري، چې له خپلو ملي ځواکونو سره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.