د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني خلک په درملتونونو کې له غیر مسلکي کسانو شکایت کوي

د غزني خلک په درملتونونو کې له غیر مسلکي کسانو شکایت کوي

Jul 19, 2017 - 14:05

غزني ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ډېرو درملتونونو چارې د غير مسلکي کسانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې ډېرى وخت ناروغانو ته غلط او يا هم تاريخ تېر درمل ورکوي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمدرحيم د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې ورته يوه ناروغي پيدا شوه او په ښار کې یې يو ډاکتر ته مراجعه وکړه.

هغه وايي: ((ډاکتر نسخه راکړه، په ښار کې مې له يوې دواخانې دوا واخيسته، څو ورځې مې دوا وخوړه، جوړ نه شوم، دوا مې چې بل ډاکتر ته ښکاره کړه هغه راته وويل چې په نسخه کې بل شى دي او تاته يې بل شى درکړي دي.))

د نوموړي په وينا، د غزني ډېری درملتونونو کې يا د غير مسلکي کسان او يا هم ماشومان ناست دي.

عزت الله د غزني ښار بل اوسېدونکي دى چې د غلطو درملو له امله يې پلار خپل ژوند له لاسه ورکړى.

هغه پژواک ته وويل: ((پلار مې فشار درلود، ډاکتر نسخه راکړه دوا مې چې واخيسته نو د فشار پر ځاى يې د زړه دوا راکړې وه.))

د عزت الله په وينا، کله يې چې پلار دغه درمل وخوړل نو ځان يې وپړسېد چې وروسته یې له امله پلار وفات شو.

هغه ادعا وکړه چې په درملتونونو کې ناست ډېرى کسان پر نسخه نه پوهېږي او له ځانه خلکو درمل ته ورکوي.

د غزني يو شمېر نورو خلک هم ورته څرګندونې کوي.

په دغه ولايت کې د مدني ټولنې غړي محمد کاظم رسولي پژواک ته وويل چې دغه ستونزه د غزني ښار تر څنګ په ولسواليو کې هم ډېره جدي ده.

هغه وايي: ((په ولسواليو کې بېخي بېسواده په دواخانو کې ناست دي، هر څه چې یې زړه وشول، مريض ته يې ورکوي خوښه چې جوړ شو او کنه.))

ده ټينګار وکړ چې اړوند چارواکي بايد يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه د خلکو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

دغه راز د ګيرو اوسېدونکي خليل الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم دغه ستونزه ډېره جدي ده.

هغه وايي: ((دلته خو دواخانې بېخي نشته، دوا لکه نوره سودا په دوکانونو کې خرڅېږي او دوکاندار چې هر څه وغواړي مريض ته يې ورکوي.))

دغه راز په غزني ښار کې درمل پلورونکي محمداصف پژواک ته وويل ډېر داسې کسان پېژني چې پرته له اسنادو يې درملتونونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه: ((یو شمېر کسان اسناد لري خو د دواخانې جوړولو توان نه لري، خو ځيني نور دي چې بيا د پيسو په زور اسناد او دواخانې جوړوي.))

نوموړي د عامې روغتيا رياست له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپلې څارنې کړندۍ کړي.

بل لور ته د غزني د عامې روغتيا رياست هم ياده ستونزه مني.

د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل پژواک ته ومنله چې د غزني ښار او ولسواليو يو شمېر درملتونونو کې غیر مسلکي کسان ناست دي.

هغه وايي: ((دا خبره زه منم، درملتونونه يې معياري نه دي، کسان په کې غير مسلکي دي او ځيني خو د دواخانې اسناد هم نه لري.))

نېکمل زياتوي چې د دې ستونزې د مخنيوي په موخه يې جدي هلې ځلې پيل کړې او په دې برخه کې یې يو کمېسيون هم ګومارلى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې د همدې ستونزو له امله یې په مقر ولسوالۍ کې شپږ دواخانې تړلې دي.

دا يواځې غزني نه دى چې له يادې ستونزې سره مخ دى، په پلازمېنه کابل کې هم ډېرى درملتونونه غير معياري او د غير مسلکي کسانو له خوا پر مخ وړل کېږي خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه ګوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan