شبرغان (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٦): د جوزجان په شبرغان ښار کې د بېوزلو کورنيو د مېرمنو د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندارتون د مدني ټولنې د بنسټونو د ملي مجمعې په نوښت ترسره شو.
هغه مېرمنې چې په دغه نندارتون کې يې ګډون کړى وو، په هغه لس مياشتني روزنيز پروګرام کې يې برخه اخيستې چې د دغه پروګرام د پنځو مياشتو له تېرولو وروسته يې د نقاشۍ، خياطۍ او نورو اړينو وسايلو په چوکاټ کې خپلې لاسته راوړنې په ياد شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې.
د مدني ټولنې د بنسټونو د ملي مجمعې مشر سيد رسول سادات وويل، هغه روزنيز پروګرام چې د بېوزله کورنيو اتيا مېرمنو ته جوړ شوى و، له ډېر وخت راهيسې يې کار دوام درلود او دغه کاري پروګرام د مېرمنو د وړتياوو د لوړولو په موخه جوړ شو چې د سواد زده کړو، نقاشۍ، خطاطۍ او بازار موندنې روزنه په کې شامل ده.
د هغه په وينا، د دغه روزنيز پروګرام د کار په تمامېدو سره، مېرمنې کولاى شي د خياطۍ او نقاشۍ کار له لارې د لاسي صنايعو او د انځورګرۍ د پارچو د برابرولو په برخه کې د سيمه ييز فرهنګ په معرفي کولو کې د پام وړ رول ولري او له مالي پلوه خپلې کورنۍ هم پياوړې کړي.
هغه زياته کړه، نننى پروګرام هم د همدې اصل پر بنسټ برابر شوى، ترڅو د دغو مېرمنو په لاس ګنډلي شيان او نور هنري فعاليتونه نندارې ته وړاندې شي.
دى وايي: "موږ غواړو چې خلک د دغو مېرمنو له کار سره بلد شي او دغه کار د دې زمينه برابره کړي چې هغوى وکړى شي چې د لاسي صنايعو د برابرولو په برخه کې د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره ډېر کار وکړي او له دې لارې څخه د ژوند کولو وسيله برابر کړي."
د دغو مېرمنو له ډلې شګوفې اروين وويل: "دغه پروګرام زموږ او نورو مېرمنو لپاره ارزښت لري، ځکه مېرمنې په داسې روزنيزو پروګرامونو کې په ګډون سره د کور له محدودې وځي او عملا په ټولنه کې پل ږدي او د روزنيزو پروګرامونو په ترکيب کې د مېرمنو ګومارل، کولاى شي هغوى پر ځان بساينې خواته بوڅي او دغه کار د دوى د کورنيو د اقتصادي ودې لامل کېداى شي."
هغې وويل، له دې امله چې په شبرغان ښار کې د بېوزله کورنيو د مېرمنو لپاره دا ډول پروګرام جوړېږي، د يوې مېرمنې په توګه يې هرکلى کوم.
د دغه پروګرام بلې برخه والې بنفشې وويل، د دغه پروګرام له لارې، مېرمنې سواد زده کوي او له بلې خوا د لاسي صنايعو برابرولو په برخه کې هم کار کوي؛ دغه کار د هغوى د کورنيو د اقتصادي وړتيا د بېرته ترلاسه کولو لپاره هم ګټور تمامېږي.
هغې زياته کړه، نن مېرمنې غواړي، هغه مسايل نندارې ته وړاندې کړي چې دوى ورته لاسرسى پيدا کړى، ترڅو له دې لارې د بازار موندنې په برخه کې هم کار واخلي او خلک هم د هغوى له لاسي صنايعو سره بلد شي.
خو د مېرمنو د چارو مشرې نجيبې قريشي د دغه روزنيز پروګرام پر چلوونکو په نيوکې سره وويل، غوره وه د پروګرام د برخه والو مېرمنو لپاره روزنيز مسايل ورکړى شوي واى چې د هغوى راتلونکې د ژوند ښه کولو لپاره يې د دوى په درد خوړلي واى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن