د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا: پاکستان د افغان طالبانو او حقاني ډلې پر ضد سم اقدامات نه کوي

امريکا: پاکستان د افغان طالبانو او حقاني ډلې پر ضد سم اقدامات نه کوي

Jul 20, 2017 - 11:08

واشنګټن (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦): امريکا يو ځل بيا پاکستان د ترهګرو پر وړاندې په سمو اقداماتو نه کولو تورن کړ او په ډاګه يې کړه چې په پاکستان کې اوس هم د ترهګرو خوندي ځالې شته چې افغانستان او امريکايي ځواکونو ته يې ګواښ پېښ کړى دى.

دغه څرګندونې د ترهګرۍ په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په کلني راپور کې شوې، چې پرون خپور  شوى دى.

په راپور کې راغلي، پاکستان د افغان طالبانو او حقاني ډلې د قوت او زور د کمولو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو په دغه راپور کې يادونه شوې چې افغان طالبان، د حقاني شبکه، لشکر طيبه او جيش محمد ډلو مرکزونه په پاکستان کې دي او د ډيورنډفرضي کرښې پورې غاړه په افغان خاوره کې بريدونه کوي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان حکومت د لشکر طيبه او جيش محمد په څېر ترهګريزو ډلو پر وړاندې هېڅ اغېزمن اقدامات نه دي کړي، په داسې حال کې چې دغه ډلې په پاکستان کې غونډې، لاريونونه کوي، د جلب و جذب پروسه پرمخ وړي ، له خلکو په ښکاره پيسې هم ټولوي او خلکو ته نظامي روزنه ورکوي.

په دغه راپور کې راغلي، د پاکستان حکومت داعش ډلې ته د ماتې ورکولو په موخه د نړيوال ايتلاف غړى هم نه دى، خو پر ضد يې ځينې اقدامات پيل کړي دي. 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement